د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي، ډرون حملې یې د خپلواکۍ ضد دي


د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، دوی له ډرون الوتکو څخه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د څېړونکې ډلې ته دا خبره واضحه کړي دا بريدونه د نړيوالو قوانينو او د پاکستان د خپلواکۍ خلاف دي.

دا خبره د جمعې د ورځې په خبرپاڼه کې هغه وخت راغلې چې د ملګرو ملتونو د يادې ډلې مشر بين ايمرسين اسلام اباد ته تر درې ورځني سفر وروسته وويل چې ډرون بريدونه د پاکستان له خودمختارۍ سرغړونه ده.

د نوموړي په وينا، پاکستاني چارواکو ويلي چې د بې پیلوټه الوتکو پر بريدونو رضا نه دي او دا چې په دې بريدونو کې شا و خوا ۴۰۰ ولسي وګړي وژل شوي.

د رسنيو په وينا، که څه هم پاکستاني چارواکي په ښکاره دا بریدونه غندي خو امريکايي چارواکو ويلي چې پاکستان په پټه په دې بریدونه سلا دي.

د ملګرو ملتونو له خوا د ډرون بريدونو له وجې د پاکستان له خپلواکۍ د سرغړونې خبره په داسې حال کې کېږي چې د رسنيو له وینا سره سم، د امريکايي چارواکو په وينا د دې ملک په قبايلي سيمو کې د القاعده ډلې ګڼ بهرني جنګيالي او طالب وسله وال خوندي ځايونه لري.

دا چارواکي وايي، دا حملې د هغوی د قوت کمولو له پاره کېږي او په تېرو څو کالونو کې يې ګڼ مشران په ډرون بريدونو کې وژل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG