د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني پوځ ګاډی کندې ته پرېوتی، ۲۳ وژل شوي


د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو د ادارې (آی، ايس، پي، آر) په وينا د شنبې پر ورځ، د خیبر پښتونخوا په کوهستان کې، کندې ته د يوه بس (کوسټر) پرېوتو په پېښه کې ۲۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.


د چارواکو په وينا دا بس ګلګت ته روان وو.

ځينې پاکستانۍ رسنۍ د وژل شویو پوځيانو شمېره ۲۴ ښودلې او وايي په پېښه کې پينځه نور ژوبل دي.


د کوهستان ضلعې مرستیال انتظامي مشر عاقل شاه د خالي پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې ژوبل شوي سرتېري روغتون ته رسول شوي دي.

کوهستان او ګلګت د پښتونخوا او شمالي سیمو غرییزې ولسوالۍ دي.

دې سیمو ته تلونکي سړکونه هم واړه او له دنګو دنګو غرونو تېر شوي دي.

په پاکستان کې په غرییزو سیمو کې اکثر وخت ټرافیکي پېښې کېږي.

تر اوسه دا نه ده مالومه چې د شنبې د ورځې پېښې لامل څه وو؟
XS
SM
MD
LG