د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا نګران وزیراعلا ریټایرډ جسټس طارق پرويز


د پښتونخوا وزیراعلي میر حیدر خان هوتي
د پښتونخوا وزیراعلي میر حیدر خان هوتي


د خیبر پښتونخوا د نګران وزیراعلا ګمارلو لپاره په ریټایرډ جسټس طارق پرويز اتفاق وشو. نن(د جمعې ورځ) د خیبر پښتونخوا وزیراعلی امیر حیدر خان هوتي او د اپوزیشن ګوندونو مشر اکرم خان دراني په اسلام آباد کې په یوه ګډ خبري کانفرنس کې د خیبر پښتونخوا د نګران وزیراعلا نوم اعلان کړ.


وزیراعلي میر حیدر خان هوتي وویل:

(د ډېرې سلا مشورې وروسته موږ په دې متفق یو چې زموږ د صوبې نګران وزیراعلی به جسټس ریټایرډ طارق پرویز وي. دی د پيښور های کورټ او د سپریم کورټ جج پاتی شوی دی. هغه څه سیاسي تړاؤ نه لري او انتخاب یې یواځې د میریټ په بنیاد شوی دی.)

حیدر خان هوتي وويل چې د هغه انتخاب یې په دې مقصد کړی چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره یوه بېپلوه ډله رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسمبلۍ تر ماتېدلو وروسته به نوموړی خپله دنده په رسمي توګه سمبال کړي.

د خبري كانفرنس پر مهال د اپوزيشن ډلې مشر اكرم خان دراني وويل، چي د نګران وزير اعلا د نومولو خبره یې د خپلو رواياتو مطابق حل كړه :

))وزير اعلا امير حيدر خان هوتي اول د هغه كور ته ولاړ او بيا دوی وزير اعلا هاوس ته ورغلو او ډير په اسانه د خپلو جرګو مركو د رواياتو مطابق مو په يوه نامه موافقه وكړه او په كار ده په مركز او نورو پاته درو واړو صوبو كې هم دا كار زر سر ته ورسول شي-))

نوموړي زياته كړه) :وفاق او پاتي دري صوبو ته خواست كوم چي ددي هيواد نازك صورتحال او حالاتو ته وګوري او په داسې نومونو دې موافقه وكړي چي پاكستان په كروړونو ولس له هغه نومونو څخه مطمين وي او سياسي جوماتونه پرې هم اطمينان ولري- او كه د روادارۍ او زغم مظاهره وكړل شي نو دا ممكنه ده(

د يادوني وړ ده چي په پاكستان کې د رانزدې شويو ټولټاكنو وړاندې د پښتونخوا صوبې حكومتي او مخالف ګوندونه د نګران وزير اعلا په نومولو کې بريالي شول او په مركز او نورو صوبو) پنجاب، سیند او بلوچستان) کې لا هم د نګران حكومتونو جوړولو په لړ دا رقم مهم پرمختګ نه دی شوی.
XS
SM
MD
LG