د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاکنډ کې بې کاغذونو ګاډي قانوني کېږي



نيازاحمدخان مشال راډيو

د خيبرپښتونخوا ملاکنډ سيمه کې د ټيکس قانون نيشتوالي له وجې په لاکونو داسې ګاډي دی چې د کسټم ټېکس یې نه دی ورکړی او چليږي.


دغه ګاډي چې صرف د ملاکنډ ډيوژن په حدود کې ورته د چلولو اجازت وو اوس د پاکستان مرکزي حکومت یو امر خپور کړی دی چې په یوه میاشت کې دې دغه ټول بې کاغذه ګاډي چلونکي دې ټېکس ورکړي چې قانوني شي.

د ټولو بې کاغذه ګاډو مالکانو ته ویل شوي چې ژر تر ژره دې د ټېکسونه ورکړي، ګنې په اپريل مياشت کې به یې پر ضد کاروايي وشي.

د مرکزي حکومت له خوا په جاري شوي امر کې راغلي چې د دغه ګاډو د مالکانو له پاره په ټيکس کې خصوصي رعایت شوی دی.
په مينګوره کې د ګاډو یو کاروباري نويد اقبال وايي، دغه ټول ګاډي د افغانستان په لاره له دوبۍ سمګل شوي دي او د پاکستان نوربرخو په نسبت درې چنده په کم نرخ عامو خلکو ته ميلاوېږي. د ده په خبره شيمره یې لاکونو ته رسېږي.

دی زياتوي چې په ټيکس کې د کمي اعلان سره په سيمه کې د دغه ګاړو بییه یو دم زيات شوی او د ملک له نورو برخو يوشمير بيوپاريان راغلي دی چې دغه ګاډي واخلي او لږ ټيکس پرې ورکړي. د دبه خبره هره ورځ د کروړنو روپو ګاډي خرسېږي او کاروبار يي ډير زيات شوی دی.
یو ځايي ټرانسپوټر جاويد وايي، چې په مقامي توګه په دغه ګاډو کې زیاتره د سپرلو هغه دي چې عام ولس په کې تګ راتګ کوي، که چرې په دومره شميره کې دغه موټرې له سيمې ووېستل شي نو د دوی کاروبار به ډېر سخت خراب شي او عام ولس ته به ستونزې جوړې شي.

یو ځايي تن افتخار خان وايي چې دوی نه پوهيږي په ټيکس کې کمې کوم ځای شوی دی اوڅه رنګ شوی دی، واړندې هم دولت دغه رنګه هڅې کړې وې خو ناکامه شوې وې.

په سوات کې د موټرو سخه ټيکسونه راټولونکې دولتي ادارې ايکسائز اينډ ټيکسيشن مشر نثارمحمدخان وايي چې دغه ګڼ شمير موټرې دولت ته ټيکس نه ورکوي سړکونه استعماله وي که چرې دغه ګاډي قانوني وګرځول شي نو سرکار ته به هره مياشت په کروړنو روپۍ د ټيکس په مد کې ميلاوېږي.

ځینې کسان دا هم وايي، چې دغه بې کاغذونو ګاډي د سرکار لپاره یوه لویه ستونزه ده، حکه چې له سرکار سره یې هېڅ ریکارډ نشته او د دوی په خبره چې اکثره په جرمونو کې هم استعماليږي.
XS
SM
MD
LG