د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ماشومانو ته مفت او لازمي تعلیم



د بلوچستان ګورنر ذوالفقار علي مګسي د نهې پر ورځ يو آرډيننس جاري کړی چې له مخې به یې په ټوله صوبه کې تر لسم جماعت پوري تعليم مفت او لازمي وي. د ګورنر د دفتر لخوا د جاري شوي خبر پاڼې له مخې به دا آرډيننس په سمدستي توګه عملي کيږي چې له مخې به يې له پنځو تر شپاړلسو کالو پورې ټول ماشومان په سکولونو کې داخلول کيږي او د دوی ټول اخراجات به حکومت په غاړه اخلي.


د بلوچستان ډايرېکټر سکولز يا د سکولونو د چارو مشر سليم اختر انصاري وايي، چې په آيين کې تر اتلسم بدلون وروسته تعليمي چارې صوبو ته سپارل شوي دي نو په همدې خاطر دا ګام پورته کړل شو.

((په آيين کې تر اتلسم بدلون وروسته د آرټيکل ۲۵ اې لاندې تعليم صوبايي محکمو ته حواله شوی دی. نو د صوبې ذمه واري ده چې د پنځو کلنو څخه تر شپاړلس کلونو د هر ماشوم لپاره د تعليم انتظام وشي.))


په بلوچستان کې د روانې مياشتې له اولې نېټې څخه نوی تعليمي کال پېل شوی دی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د لوستونکو د سازمان لخوا په سکولونو کې د ماشومانو د داخلولو لپاره پر لويه کچه د صوبې په ټولو پښتون ميشتو سيمو کې مهم وچلول شو. د لوستونکو د دې سازمان يو مشر کبير افغان وايي، د ګورنر د آرډيننس اعلان د دوی د خپل تعليمي کمپاين بريا ګڼي او غوښتنه کوي چې د دې د عملي کېدو لپاره دې ګامونه پورته کړل شي.

((زموږ د تعليمي کمپاين يو غټ مقصد دا هم و چې تعليم مفت او لازمي وګرځول شي. نو زموږ کمپاين په ولس کې دا شعور پيدا کړی چې هغه د خپل حق غوښتونکي شي. موږ دا هيله لرو لکه په نورو صوبو کې چې د مفت او لازمي تعليم لپاره کوم انتظامات تر سره شوي دي او هلته صوبايي اسمبليانو قانون سازي وکړه نو موږ د صوبې له ګورنر چې اوس چيف اېګزېکيټيو هم دی غوښتنه کوو چې لکه تاسو چې آرډيننس جاري کړی نو ډېر ښه اقدام مو واخستی، تاسو ته په کار ده چې د ضلعې پر کچه تعليمي کمېټياني جوړي کړئ او بېړنی حالت اعلان کړئ او په هره ضلع کې تعليمي نيمګړتياوي په ګوته کړئ او د ليري کېدو هڅه يې وکړئ او د ولس تعليمي ستونځې حل کړئ.))

د بلوچستان د ګورنر لخوا د آرډيننس د اعلان په اړه د صوبې يو شمېر استاذان وايي چې د حکومت لخوا خو اعلانونه کيږي خو عمل نه پر کيږي. د بلوچستان د سرکاري استاذانو د اتحاديې مشر عبدالغفار کدېزی وايي، حکومت يوازي تر اعلاناتو پورې محدود دی.

((سرکار چې کوم اعلان کوي بايد پر هغه باندي عملدرآمد وکړي. دوی د ماشومانو لپاره د فرنيچر، ټاټ، کتابونو او عمارتونو اعلانونه هم کوي او په وار وار يې کړي دي خو خبره دا ده چې زموږ زياتره ماشومان تر درختو لاندې ناست تعليم حاصلوي او د ناستې لپاره ټاټ نشته بلکې پر مځکه او ډګر باندي ناست وي. نو زموږ حکومت صرف تر اعلاناتو پوري محدود دی)).

دا چې په بلوچستان غوندي شاته پاته صوبه کې به د ګورنر لخوا پر جاري شوي دغه آرډيننس باندي تر کومه حده عمل وشي او څومره امکان شته چې بدلون به راشي؟ د بلوچستان د سکولونو د چارو مشر سليم اختر انصاري وايي، انتظامات يې روان کړي دي او هيله مند دی چې کارونه يې پر مخ ولاړ شي.

((کوښښ خو روان دی او موږ خپل تعليمي پلان جوړ کړی دی. نو هر هلک ته د رسېدو لپاره به کوښښ کوو او نوي سکولونه به جوړوو او د سکولونو درجې به لوړوو، مډل ته، هايي ته او اوس موږ ۴۱ سکولونه د هاير سېکنډري درجې لپاره په ګوته کړي دي. نو انشا الله کوښښ به کوو او په محنت سره به دا هدف تر لاسه کوو.))

بلوچستان د تعليم له پلوه د پاکستان تر ټولو شاته پاته سيمه ده. د ګورنر لخوا تر لسم جماعت پوري د مفت او لازمي تعليم آرډيننس په داسي حال کې جاري شوی چې اې اېس اي آر يا د تعليم د کلني رپورټ د ۲۰۱۲م کال د يو سروې له مخې د صوبې ۳۴ فيصده ماشومان له سکولونو بهر او له زده کړو بې برخې دي.
XS
SM
MD
LG