د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران او القاعده اړیکو کې درزونه



واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي چې، له ايران څخه د القاعده د يو مهم مشر وتنه، د دې ډلې پر ضد د دغه هېواد د حکومت د عملياتو ښکارندويې کوي.


د ورځپاڼې په خبره، د سليمان ابو غيت په نوم د القاعده غړی د دې ډلې دريم مهم تن دی چې ايراني حکومت د تېر يو کال په موده کې له دغه هېواده واېست.

امريکايي چارواکو او د نړيوال ترورزم پوهانو يادې ورځپاڼې ته ويلي، ښايي د ايران دننه د دې هېواد د شيعه ملايانو او د سني مسلمانانو د دغې ترهګرې ډلې تر مينځ د شام د کشالې پر سر اختلافات د دې لامل شوي چې فشار ورباندې راوړل شي.

د ورځپاڼې په ليکنه، القاعده په شام کې د حکومت مخالفه وسله وال مزاحمت ملاتړ کوي.

د ورځپاڼې په راپور کې ويل شوي، د ايران حکومت نه غواړي له القاعده سره اړيکې په بشپړه توګه پرې کړي او د دغه هېواد خاوره يې ورته افغانستان ته د تګ راتګ لپاره ورکړې ده.

ورځپانې د امريکا د خزانې په وزارت کې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو د څانګې د مرستيال وزير ډيوېډ ايس کوهن خبره راخيستې چې ويلي يې دي، موږ باوري يو چې ايران په دوامداره توګه القاعده پريښې چې د جنوبي آسيا د خپلو ترورستي فعاليتتونو لپاره د دغه هېواد خاوره وکاروي.

د ورځپاڼې په راپور کې وړاندې ليکل شوي، د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د پاکستان له کوره لاس ته راوړل شوي اسناد ښيي چې سربېره پر نظرياتي اختلافاتو، ايران له القاعده سره اړيکې ټينګې ساتلې دي.

د ورځپاڼې په ليکنه، ايران د القاعده هغو غړو ته چې پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال له امريکايي حملې وروسته دغه هېواد ته وتښتېدل، پناه ورکړه. په دې کسانو کې د بن لادن يوه ښځه او د هغه يو شمېر ماشومان هم شامل وو.

د واشنګټن پوسټ په راپور کې د اسامه بن لادن د مرګ نه يوه مياشت مخکې، د ده لخوا خپلو ملګرو ته د ليکل شوي اي ميل يوه برخه راخيستل شوې چې په کې نوموړي ليکلي دي، ايرانيان د باور وړ خلک نه دي.

ورځپاڼه کاږي، ايران د القاعده دغه خواست چې د بن لادن د کورنئ ځينې غړي پاکستان ته ولېږي، منلی و، خو خپله بن لادن، له دې کبله چې پر کورنۍ به يې جاسوسي وشي او يا هم په کوم مصيبت کې به ګېره کړل شي، وېرېدو.

د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، القاعده له کالونو راهيسې د خپلو جنګياليو او پيسو افغانستان او پاکستان ته د لېږد رالېږد لپاره همدغه د ايران لاره کارولې ده.

دغه راز ويل شوي چې امريکا په تېرو اتلسو مياشتو کې له القاعده سره د ايران له لارې په اوو مرسته کوونکو کسانو بنديزونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG