د لاسرسي ځای


د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدګرو یوه لویه ډله ییزه ممکنه حمله وار دمخه شنډ او له مېنځه یووړله.


د یاد ریاست د مطبوعاتي دفتر لخوا مشال راډيو ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغان امنیتي سرتېرو د کابل ښار د شپاړسمې ناحيې اړوند د الو خېلو په کلي کې د سراج الدين حقاني پر يوه پټنځاى یرغل وکړل.

خبره پاڼه کاږي چې له وسله والو سره د نښتو په ترڅ کې پنځه ځانمرګي بريدګر ووژل شول او دوه نور يې له وسلو او چوونکو توکو سره ونيول شول.

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، دغو کسانو تکل درلود، چې د کابل ښار پر پوځي تاسيساتو ډله ييز ځانمرګي او وسله وال بريدونه وکړي، خو ددوى پټنځای تر بريده واردمخه کشف او د امنيتي ځواکونو له خوا وځپل شول.

او زیاتوي چې په دې اړه نور تفصیلات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

په کابل کې روانه میاشت هم د کابل ښار په شېرپور سيمه کې یو ځانمرګى بريد کونکى د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شو او له چوونکو توکو ډک موټر يې شنډ کړل شو .
XS
SM
MD
LG