د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مریخ کې د ژوند ممکنه


Space -- NASA's Mars rover Curiosity is pictured in a handout self-portrait, 03Feb2013
Space -- NASA's Mars rover Curiosity is pictured in a handout self-portrait, 03Feb2013


امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره (NASA) وايي، چې په مریخ کې یې د ژوند د امکاناتو نښې موندلې دي.

د ناسا یوې تحقیقاتي فضايي بیړۍ (کیوریوسیټي Curiosity) په وروستیو کې د مریخ له خاورې نمونې اخیستي او تر څيړلو وروسته یې څرګنده شوې، چې ښايي ډیر کلونه مخکې په دې سیاره کې ژوند ممکن وو.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ادارې (ناسا) ساینس پوهانو د خپلو دې تحقیقاتو نتایج د سه شنبې په ورځ اعلان کړل.

دې ادارې لږ تر لږه اوه میاشتې مخکې د (کیوریوسیټي Curiosity) په نوم څیړنیزه فضايي بیړۍ مریخ ته واستوله.

دې څيړنیزې مشین ته مصنعوي (Robot) وزر (لاس) ورکړل شوي تر څو د نمونو اخیستلو لپاره کیندنې وکړي.

د ناسا په وینا، دې دستګاه د مریخ پر مخ په یوه لویه ډبره کې کیندنې کړې او د هغه نمونه یې ځمکې ته را ستولې ده.

ناسا وايي، چې د دې اخیستل شوې نمونې تر څیړلو وروسته څرګنده شوې، چې ښايي یو مهال په مریخ کې اوبه، خاوره، سلفر او نور منرالونه موجود وو.

د مریخ په اړه د ناسا سر څيړونکی مایکل مییر (Michael Myer) د سې شنبې پر ورځ وویل : تاسو پوهیږې چې ، کله مو بېړۍ مریخ ته کښته شوله موږ څومره خو شاله وو، او هلته مو د اوبو نښې و موندلې.

موږ داسې کندې وموندلې، چې ښايي هلته ډیر کلونه پخوا دریاب وو. موږ اوس د مریخ پر مخ د اکسیجن تر قشر لاندې د ډبرو په څیر قشر موندلی دی.

موږ په داسې ځاي پسې ګرځیدلو، چې په پخوا زمانه کې هلته ژوند ممکن وو. زما په باور دا یوه نه بیانونکې خوشالي ده.

ښاغلي مییر ویلي، په مریخ کې حتمی یو مهال ژوند ممکن وو.

د ناسا یو بل ساینس پوه جان ګروزنګر د مریخ پر مخ د اوبو د یوه وچ شوي جریان په اړه ، چې (Yellow Knife Bay) بلل کیږي وايي:

“زه فکر کوم، چې موږهلته د استوګنې وړ سیمه موندلی ده. ښايي هغه وخت، چې د دې جریان اوبه نه وې وچې شوې، نو که څوک هلته تللي وای، دا اوبه د څښلو وړ وې”.

د ناسا ساینس پوهان وايي، چې دا یوازنی ځای دی ، چې د ژوند امکانات پکې موندل شوي دي.

د دوي څيړنیزه فضايي بیړۍ کیوریوسیټي به دوې میاشتې وروسته د مریخ په یوه بله برخه کې کیندنې پيل کړې چې څو د عضوي عناصرو د موجودیت په اړه د تحقیق لپاره نمونې واخلي.

د ناسا یوې بلې څيړنیزې بیړۍ ، چې تر دې مخکې مریخ ته استول شوې، وه دا خبره کړې وه ، چې مریخ یو مهال روانې اوبه درلودې.

د ناسا ساینس پوهانو هغه مهال داسې ګومان کاوه ، چې په مریخ کې اوبه ښايي ډيرې تیزابي وې نو له دې امله د ژوندیو موجوداتو د امکان په اړه یې ډير ډاډ نه درلود

XS
SM
MD
LG