د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورستان کې ګوزڼ ضد کمپاین درول شوی



له بريتانيې خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼه ليکي، د افغانستان د نورستان ولايت ګورنر ویلي چې طالبانو په دغه ولايت کې د ګوزڼ ضد کلنی کمپاين درولی دی. نوموړی اندېښنه لري چې کېدای شي د ګوزڼ ضد کمپاين د مخنيوي هڅې په ګاونډي هيواد پاکستان کې د مېشتو ياغي ډلو لخوا تر سره شوې وي.


ګارډين ورځپاڼه د نورستان د ګورنر تميم نورستاني له خولې ليکي، طالبانو په کلونو د ولايت شاته پاتې، ليري پرتې او غره ايزې سيمې تر خپل کنټرول لاندي راوستي دي خو تر دې وړاندي دوی هيڅکله طبي ډلې ماشومانو ته له ورتګ څخه نه دي منع کړي.

ګورنر ګارډين ورځپاڼې ته د ټليفون له لارې ويلي چې د وېګل ولسوالۍ له درو کلونو راهيسي د طالبانو په کنټرول کې ده خو په تيرو دوو کلونو کې په دغه سيمه کې د ګوزڼ ضد کمپاين له هيڅ ډول مشکل سره مخامخ نه شو خو سږ کال دوی دا کمپاين ودرولی. د ګورنر په وينا طالبان دريځ لري چې له مذهبي پلوه دا کار ستونځې لري نو په دې خاطر يې درولی دی. ګورنر زياتوي، په کامدېش ولسوالۍ کې هم ستونځې شته ځکه چې دوی هلته هم کمپاين درولی دی.

ورځپاڼه ليکي، افغانستان د پاکستان او نايجيريا په ګډون د هغو درو هيوادونو په قطار کې راځي چيري چې د پوليو وايرس اوس هم شتون لري. د ورځپاڼې په وينا داسې ويره شته چې د پاکستاني طالبانو لخوا د پوليو د وېکسين مخالفت افغان ډلې هم تر اثر لاندي راوستي وي چې تر اوسه يې د پوليو ضد کمپاين ډلو ته اجازه ورکړې وه.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا خبره تاييد کړه چې د نورستان ولايت په ځينو برخو کې د پوليو ضد کمپاين درول شوی دی خو نوموړي زياته کړه چې په دې کې د دوی ډله هيڅ لاس نه لري بلکې ځايي ولس نه غواړي چې دا پروسه دي پرمخ ولاړه شي. خو د نورستان ګورنر بيا وايي چې له ځايي ملايانو سره يې په دې اړه خبرې کړي دي او هغوی په دې نظر دي چې دا کار غېر اسلامي نه دی. نوموړی وايي، د ولايت خلک هم غواړي چې ماشومان يې له ناروغيو خوندي شي.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، د ملګرو ملتونو هغه ډلې چې د وېکسين پروګرام پر مخ بيايي وايي چې دوی د افغان طالبانو لخوا د هيڅ ډول مقاومت سره نه دي مخامخ شوي بلکې دا ځايي ستونځې دي چې له ځايي ولس سره به يې د خبرو اترو له لارې هواري کړي. خو د ورځپاڼې په وينا داسي باور کيږي چې په نورستان کې په فعاله ياغي ډلو کې يو شمېر بهرني اورپکې هم شته چې سخت دريځ لري او هغوی به نه غواړي چې د پوليو ضد کمپاين پر مخ ولاړ شي.
د پولې آ غاړې ته پاکستاني طالبانو د تېر اوړي راهيسي په جنوبي وزيرستان کې پر پوليو ضد کمپاين بنديز لګولی دی چې دا ډول پر امريکا فشار راولي چې ډرون بريدونه ودروي.
XS
SM
MD
LG