د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیت له ویرې(طالبانو سره خبرې)



په ډان ورځپاڼه کې زاهد حسېن ليکي پاکستان له څو لوريو له خپل ځان سره په جنګ دی. د جمعيت علماء اسلام لخوا د رابلل شوي ګډې غونډې له اعلاميې څخه داسې ښکاري چې دا د تسليمېدو يو دستاويز دی او د سياسي ګوندونو کمزوري مشران غواړي چې ځان خوندي کړي او ولس د ترهګرو پر رحم و کرم وسپاري.


ليکوال زياتوي له طالبانو سره د غېر مشروط خبرو اترو په ملاتړ د جمعيت علماء اسلام لخوا د رابلل شوي ټول ګونديزې غونډې د اعلاميې يوه اونۍ هم نه وه شوې چې د کراچي په شيعه آبادي کې درنې چاودنې وشوې. که څه هم د دې بريد پړه چا په غاړه وانخسته خو پلونه يې د طالبانو د يو ايتلافي فرقه ايزې ډلې پر لور ځي. تېره اونۍ بيا د پېښور په يو جومات کې بمي چاودنې يو شمېر عبادت کونکې ووژل او ژوبل کړل. له وسله والو سره نرمي د بې ګناه ولس وژلو ته لاره هواروي او هيواد نور هم له بې ثباتۍ سره مخامخوي.


جمعيت علما اسلام او د نورو ښي اړخو مذهبي ګوندونو لخوا د طالبانو په دفاع کولو باندې پوهېدل آسانه خبره ده او همدغه ګوندونو په هيواد کې اورپکيتوب ته په وده ورکولو کې خپله ونډه لرلې ده.

ليکوال ليکي، د کانفرنس په اعلاميه کې نه يوازي د طالبانو شرايطو ته د تسليمېدو خبره وشوه بلکې د قاتلينو د کرارولو لپاره د ترهګر ټکی هم له مېنځه يووړل شو. دا ډول په ترهګرۍ کې د زرګونو کسانو وژلو ته د بې ثباتۍ او د قانون د نيشتوالي نوم ورکړل شو، سربېره پر دې چې طالبان خپله په وار وار د يو شمېر ځانمرګو بريدونو، بمي چاودنو او د خلکو حلالولو پړه په غاړه اخلي.

ليکوال زياتوي، د جمعيت علما اسلام او د نورو ښي اړخو مذهبي ګوندونو لخوا د طالبانو په دفاع کولو باندې پوهېدل آسانه خبره ده او همدغه ګوندونو په هيواد کې اورپکيتوب ته په وده ورکولو کې خپله ونډه لرلې ده.

ليکوال پر مخ ليکي، له طالبانو سره د سولې لوظنامه د کانفرنس اعلاميه نوره هم بې مانا ګرځوي او دا ډول ضمانتونه به هيڅ ګټه ونه کړي بلکې دا به وسله وال نور هم مضبوط کړي. که څه هم له بده مرغه عوامي نېشنل ګوند، متحده قومي مومنټ او پاکستان پيپلز پارټۍ پر اعلامیه لاسليک وکړی خو طالب وسله والو بيا هم خبرداری ورکړی چې دوی به په نښه کوي.

ليکوال په پای کې ليکي، د نرمۍ له لارې د امنيت راوستل به هيڅ ګټه ونه کړي بلکې دا به بد امني نوره هم زياته کړي ځکه چې طالبان او د هغوی ملګري د سولې په نوم تش په نامه خبرو اترو کې ځان ته نور وخت ورکول غواړي چې دا ډول دوی خپل عمليات نور پراخ کړي لکه څنګه چې په پخوا وختونو کې کړي دي.
XS
SM
MD
LG