د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا پر نګران وزیراعلا خبرې وشوې



د خیبر پښتونخوا صوبې لپاره د نګران وزیر اعلي خو ښولو په لړ کې د یادې صوبې د حکومت او اپوزیشن د مشرانو ترمنځ لیده کاته وشو.


د اطلاعاتو صوبايي وزیر میا افتخار حسین پرون(نهې ورځ) ناوخته مشال ریډیو ته وویل د وزیراعلي امیر حېدر خان هوتي او د اپوزیشن مشر اکرم دراني ترمنځه پرون (نهې ورځ) ماسپښین یو ملاقات وشو چې پکې د نګران وزیراعلا په اړه خبرې اترې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د موجوده حکومت پنځه کلنه جمهوري موده به د روانې میاشتې په ۱۶مه نیټه پوره کیږي، او په هېواد کې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره تیاریانې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG