د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پيښور يوټيليټي سټور کارکونکې پاخه شي"



رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- د خيبر پښتونخوا ال پاکستان يوټيليټي سټورز قامي يونين حکومت نه غوښتنه کړيده چې د خيبر پښتونخوا په شمول د ملک نورو يوټيليټي سټورونو کې کارکونکې د درې زرو نه زيات غير مستقله مزدورانو نوکرې دې پخې کړې شي.


د ال پاکستان نيشنل ورکرز يونين د خيبر پښتونخوا جوانيټ سيکتر ذکا الله خان مشال راډيو ته وويل چې دا غير مستقله مزدوران تقريبا د اووه کالو راهيسي د ملک په مختلفو برخو کې په يوټيليټي سټورونو کې کار کوي نو په کار ده چې يوټيليټي سټور کارپوريشن دې د دوي نوکرۍ پخې کړي.

،، دلته موږ سره په يوټيليټي سټورونو کې مزدوران کار کوي ، چې د نوکرو د نشت والې له وجې هيڅ مستقبل نه لري ، دوي نوکرې لا ندې پخې کړې شوې، او نۀ يې کانټريکټ (عارضي نوکرې ) ورکړې دي. نو زموږ د يوټيليټي کارپوريشن د مشرانونه نه دا غوښتنه ده چې زموږ دا درخواست دې زر تر زره منظور کړي او نوټيفيکيشن دې جاري کړي ،،

د پيښور په يو يوټيليټي سټور کې کارکونکې مزدور طاهر مشال راډيو ته وويل چې د پنځه کالو راهيسي يوټيليټي سټور کې مزدورې کوي خو لا يې تر اوسه نوکري پخه نه شوه.

،، زه د يوټيليټي سټور په ګودام کې کار کومه ، پنځه کاله مو وشو دلته، د نوکرې د پخيدو مالومات نشته، نو پدې نوکرې ګزاره چرته کيږي ، دا خو ګرانه ګراني ده، موږ خو اعلى چارواکو ته ډير وويل خو هيڅ مالومات يې نشته ،،

يو بل مزدور محمد بلال په وينا:

،، دوې راته کله يو نيټه راکړې او کله بله نو نه يمه خبر چې څه يې وجه ده، او کوم دور چې روان دې نو په لږو پيسو خو ګزاره هم ګرانه ده. او چې کله راته دا کار يې راکولو نو راته يې ويلې وو چې تاسو دا نوکرې به بيا پخې کړو،،

د کوهاټ په يو يټيليټي سټور کې کارکونکې مشتاق احمد وايې چې هر وخت ورسره د مزدورې د ختميدو ويره وي نو حکومت دې خپله موده پورا کولو نه وړاندې د دوی نوکريانې پخې کړي.

،، هر ورځ مزدورې کوو ،چې درې سوه او لس روپۍ مزدورې راکوي ، د اتوار د چټۍ په وجې چې مزدوري ونکړو نو راته پيسې نه راکوي. دې نه علاوه داسي نورې د چټۍ ورځې راشي ،نو موږ ته پکې څۀ پاتې کيږې؟ نو که راته يا عارضي او يا پخه نوکري راکړي نو لږه ډيره ګزاره به مو وشي،،

کله چې مشال راډيو پدې حقله د پاکستان يوټيليټي سټور کارپوريشن جنرل منيجر سره رابطې هڅه وکړه نو ورسره د کوښښ باوجود رابطه ونشوه.
XS
SM
MD
LG