د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تیرا د کوکي خیلو سلګونه کورنۍ بېکوره شوې


د تیرا بې کوره شوي کوکي خېل د مشال له خبریال فرهاد شینواري سره خبرې کوې
د تیرا بې کوره شوي کوکي خېل د مشال له خبریال فرهاد شینواري سره خبرې کوې

فرهاد شینواری مشال راډيو

د خیبر اېجنسۍ لرې پرتې سیمې تیرا کوکي خیلو نه بې کوره شوی خلک وايي، چې په تیرا کې د وسلوالو ډلو ترمنځ د نښتو او بد امنۍ له امله یې خپل کورونه پرې ایښي دي او په جمرود کې د خپل خپلوانو کره او یا هم په شاړو ځایونو کې دیره شوي دي.


دوی وايي، چې په سلګونه کورنۍ یې د تیر یو کال راهیسې بې له آسانتیاو د کډوالۍ ژوند تیروي او لا هم د یادې سیمې نه نورې کورنۍ هم راروانې دي او دلته په جمرود کې اوس د یو شمیر ستونځو سره مخ دي.

د تیرا کوکي خیلو سیمې به بې کوره شوي یو تن فقیر ګل مشال ریډیو ته وویل چې(( په لارو مو تنکی ماشومان مړه شول، کلي مو وران شول، مالونه او پټي رانه پاتې شول، په تیرا کې به ګولۍ راپریوتې نو ځکه ترې جمرود ته راغلو، اوس خیمې او راشن غواړو))

د تیرا کوکي خیلو سیمې یو مشر حاجی عالم وايي، چې(( زما وراره د وسلوالو پرضد په جګرا کې مړ شو، او د تیرا د امن په خاطر یې قرباني ورکړه، او اوس په جمرود کې در په در ګرځو، حکومت ته پکار ده چې مرسته راسره وکړي.))

او د تیرا کوکي خیلو سیمې یو بل تن هاشم خان وايي، چې(( په جمرود کې د یو کچه چت لاندې ژوند تیروو، سر پناه نه لرو، باید زر تر زره راته دې خیمې راکړل شی او یا هم ودانۍ دې راته جوړې کړل شي.))

د تیرا کوکي خیلو سیمې بېکوره شوو خلکو د رجسټریشن او هغوی ته د مرستو ورکولو په باب چې مو کله د جمرود پولیټیکل تحصیلدار عصمت الله وزیر نه وپوښتل نو دوی وویل چې((له دې وړاندې مو په لسګونه کورنۍ رجسټرډ کړې دي او مرستې مو هم ورکړې دي خو چې اوس کوم نور خلک یې بېکوره شول، د هغوی د رجسټریشن په اړه مو د( پی ډی ایم اې) او فاټا سیکرټریټ سره خبرې اترې روانې دی او دغه نور بېکوره شوي خلک به یې هم رجسټر شي))

په جمرود کې له تیرا بېکوره شوي خلک وايي، چې دوی ته دې د رجسټریشن په ګډون یو شمیر نورې آسانتیاوې هم ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG