د لاسرسي ځای



د برتانییا انډیپنډنټ ورځپاڼه لیکي په پاکستان کې اقلیتونه تر بریدونو لاندې دي او وايي، چې د دې لپاره په هیواد کې د اسلام د سپکاوی قانون ذمه وار دی. د اسلام د سپکاوي د تورونو په ترڅ کې د تشدد پر مهال بېشمېره کسان په نښه شوي دي. خو د ورځپاڼې په خبره په اصل کې معامله بل څه وي.


ورځپاڼه د لاهور په جوزف کالوني کې د دوه ملګرو تر مینځ د جګړې وروسته رامینځ ته شوی تشدد په ګوته کوي. په دوی کې یو کس عیسایي و او بل مسلمان. او داسې تورونه دي چې مسلمان کس خپل عیسایي ملګري ته دهړکه ورکړه چې سبق به ورته وښايي. او سبق دا وو چې د پاکستان د سزا د قانون سیکشن 295 سي شق لاندې د اسلام د سپکاوی تور پرې و لګوي چې په کې د مرګ د سزا امکان موجود دی.

ورځپاڼه ليکي که څه هم په ورستیو کې داسې کوم مثال نه دی مخ ته راغلې چې په کې دغه سزا ورکړل شوې وي خو د اسلام د سپکاوي د تور له امله په تشدد کې یو شمېر کسان وژل شوي دي. او په ریښتیا کې معامله د زمکې، پيسو او یا شخصي دښمني سره تړلې وه.

انډیپنډنټ ورحپاڼه ليکي پاکستان د اقلیتونو لکه عیسایانو، هندوانو، شییه ګانو او احمدیانو لپاره لا نور وژونکی ځای ګرځي.

ورځپاڼه د بشري حقونو څار یا هیومن رایټس واچ د یوه چارواکي علي دایان حسن له خولې وايي، دغه برید د ټولو اقلیتونو لپاره سېوا کېدونکی خطر ښکاره کوي. او دا چې صوبايي او یا مرکزي انتظامیه د اقلیتونو تحفظ یا خو نه شي کولای او یا یې ژمنتیا نه لري.

ورځپاڼه ليکي حکومت وړاندې په یاد قانون کې په بدلون راوستلو غور کولو چې په امریکا کې د پاکستان سفیرې شیري رحمان د یاد قانون مسوده جوړه کړې وه . خو د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر تر وژنې وروسته دغه پلان ختم کړل شو.


افغانستان: لږ ځواکونه ګڼ ماموریتونه

واشنګټن ټایمز لیکي کله چې د روان کال د فرورۍ په لسمه نېټه په افغانستان کې د امریکايي پوځ مشر جنرل جوزف ډنفورډ په یو داسې وخت واک تر لاسه کړ چې د هغه نه مخکې پوځي مشران په رسوایېيو یا سکینډلو کې بدنام شوي ول او یا د نورو ځواکونو د غوښتنو په لړ کې د سپينې ماڼۍ له سخت ردعمل سره مخ شو.


ورځپاڼه ليکي د امریکا صدر بارک اوبامه په افغانستان کې لوړپوړي کمانډران د پنځو کالو نه په کمه موده کې پنځه وارې بدل کړل. ریټایر شوي چارواکي وايي دا د کسانو د ټاکلو او له دندې د لری کولو او یا د څلورو مهمو پوځي مشرانو د بدلۍ یو ریکارډ دې چې د جګړې په یو مهم هیواد کې مخې ته راځي.

د دې په پرتله د عراق په جګړه کې چې د 2004م کال نه شورو شوه په اووه نیم کلونو کې څلور جرنیلانو ته ضرورت پيښ شو. په دې کې آخري کمانډر یواځې د یو کال لپاره دنده سنبال کړه چې د امریکایي ځواکونو د وتلو د چارو مشر و. او دغه پروسه په دسمبر 2011م کې سر ته ورسېدله.

د امریکا د پوځ مشر پخواني مرستیال ریټایرډ جنرل رونالډ ګرفت واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته وويل موږ په افغانستان کې له ډېرو کمو پوځيانو او د ډېر زیاتو ماموریتونو د سره ته رسولو کوشش کؤ. د هغه په خبره په واشنګټن کې د دې حل داسې ښکاري چې یا خو کمانډر بدلیږي او یا سټراټيژي.

ورځپاڼه د یو ریټایر شوي جرنیل بیري مک کیفري له خولې ليکي چې په تیزۍ سره د جرنیلانو تبدیلي یوه لویه غلطي ده. د هغه په خبره د دې سر بېره یوه مسله دا ده چې نور ملګري هیوادونه په افغانستان کې کمانډران د ډېرې لږې مودې لپاره پریږدي. چې ځېنې په کې یواځې د 6 و میاشتو لپاره وي.
XS
SM
MD
LG