د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا به د پاک -ایران ګېس پایپ لاین پروژه ودروي؟


ایران ــ د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد او د هغه پاکستانی سیال اصف علی زرداري د پاک ایران ګېس پایپ لاین پروژې پرانستنه کوي ۱۱مارچ ۲۰۱۳
ایران ــ د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد او د هغه پاکستانی سیال اصف علی زرداري د پاک ایران ګېس پایپ لاین پروژې پرانستنه کوي ۱۱مارچ ۲۰۱۳

د بلومبرګ نومې امريکايي مجلې په يوه مقاله کې راغلي، پاکستانيو چارواکو پر ايران د نړيوالو بنديزونو د پرواه په نه کولو، په يوولسم مارچ وويل چې له دغه هېواده د ګيس واردولو پر پروژه کار پيلوي.


مجله ليکي، له دغې اعلان مخکې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د ايران له ولسمشر احمدي نژاد او د ايرانيانو له مذهبي مشر آیت الله علي خامنايي سره په تهران کې وليدل.

مقاله وړاندې کاږي، د پاکستان اړخ ته د ۷۸۰ کلوميتره پايپ لاين په غځولو به يو اعشاريه پينځه ميليارده ډالره لګښت راشي. حال دا چې د ايران په خاوره کې د ۹۰۰ کلوميتره اوږد پايپ لاين غځولو کار بشپړېدو ته نيږدې شوی دی.

مقاله وايي، د امريکا خارجه وزارت د پاکستان او ايران ګيس پايپ لاين پر منصوبې د کار پيلېدو په صورت کې د بنديزونو خبره کړې ده، خو زياتوي چې په دغه اړه نېغ په نېغه ګواښ يې د دغه موافقې تر بشپړېدو ځنډولی دی.

د مقالې په ليکنه، امريکا لا هم هڅې کوي د دغه معاهدې مخه ونيسي. خو په مقابل کې بيا ايران زيات کوششونه کوي چې دغه موافقه لاس ليک شي. ايران د خپلو دغو هڅو په لړ کې د پاکستان د برخې د پايپ لاين غځولو لپاره يوه زياته اندازه پيسې هم منلې دي.

په مقاله کې ويل شوي، امريکا لا هم پاکستان ته له ايرانه د ګيس واردولو کوم غوره بديل په لاس نه دی ورکړی. له ايران سره د دغه معاهدې په کولو به پاکستان وکولای شي له دې هېواده هره ورځ يوويشت اعشاريه پينځه ميلين کيوبک ميتره ګيس وارد کړي.

په مقاله کې د ترکمانستان د ګيس د افغانستان او پاکستان له لارو هند ته د رسولو د پروژې چې د ټاپي په نوم ياديږي، ذکر شوی دی. ويل شوي، د دې پروژې په اړه خبرې کله پيل او کله ودريږي، او د طالبانو لخوا د ورپېښ ګواښ سربېره که پرې کار پيل هم شي نو ګمان کېږي چې د ۲۰۱۸ م کال تر پايه بشپړ شي.

مقاله د امريکايي ولسمشر براک اوباما د ادارې د چارواکو په حواله وايي چې، له ايران سره د ګيس پايپ لاين منصوبې پيلول به د پاکستان لخوا د هغه نړيوالو بنديزونوسرغړونه وي چې د ايران د لانجمن اټومي پروګرام لپاره پر دغه هېواد لګول شوي دي.

مقاله په عين وخت کې وايي، اسلام اباد د امريکا لخوا د ممکنه ګواښونو په خبرو غوږ نه ګروي او او ولسمشر زرداري د بهرنيو فشارونو په موجودګۍ کې د پاکستان ايران ګيس پايپ لاين پروژې د پيلولو اشاره ورکړې ده.
XS
SM
MD
LG