د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران و پاکستان د ګیس پایپ لاین پروژه پرانیزي


تمه څرګندېږي چې د دوشنبې یا ګل پر ورځ د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه ايرانی سیال محمود احمدي نژاد په ګډه د دواړو ملکونو تر منځ د ګیس پایب لاين پروژه پرانیزي.

ایراني ټیلي وېژن پریس ویلي، په دې ترځ کې په ایران کې یوه غونډه کېږي.

د دې پايپ لاين له لارې به ايران پاکستان ته ګيس ورکوي.

ايران په خپل هيواد کي دننه د دغه پايپ لان برخه غځولېده ، خو د واشنګټن له خوا د فشار له کبله پاکستان خپلي خوا ته د دې پايپ لاین د پاتي برخې په غځولو کې سست رفتاره وو .

تيره اوونۍ پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري اعلان کړی وو چې د واشنګتن پر اعتراض سربېره به له ډېرې مودې له ځنډ سره مخامخ دا کار پر مخ بوځي.

د ايران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ولسمشر زرداري ته ویلي ول چې د امریکا اعتراضات دې له پامه وغورځوي.

د هغه په وینا دا ځکه چې ايران د توانايي يوازنۍ محفوظه وسيله ده چې د پاکستان د توانایۍ ضرورتونه پوره کولای شي.

خو امريکا پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې په دې لړ کې دي هلي ځلی نه کوي ځکه چې په نتيجه کې یې پر پاکستان مالي بنديزونه لګول کېداي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG