د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې میشت عیسویان مظاهرې کوي


د پنجاب صوبې په مرکز لاهورښار کې نن د اتوار په ورځ په سلګوونه عیسوي مذهبه لږکیان د احتجاج په ډول لارو کوڅو ته راووتل. دوی د بادامي باغ په جوزف اباد سیمه کې د ځايي خلکو له خوا د عیسوي مذهبو د کورونو د سوزولو په غبرګون کې د حکومت خلاف مظاهرې کولې. په جوزف کالونۍ کې ځايي خلکو د عیسویانو کورونه وروسته له هغې وسوزول چې ددوی په وینا یو عیسوي ځوان د پیغمبر سپکاوی وکړ.


په پاکستان کې وخت ناوخته عیسوي لږکیان دداډول پېښو سره مخ کیږي خو دا اول ځل دی چې عیسویان لارو کوڅو ته راووځي او د حکومت خلاف مظاهرې کوي.

په لاهور ښار کې پاریدلي عیسوي مظاهره چیان د میټرو بسونو هډې ته ننوتل او څیزونه یې مات رامات کړل. پولیسو د مظاهره کونکو پرضد اوښکي بهونکي ګیسونه استعمال کړل او هوايي ډزې یې وکړې، د پولیسو او مظاهره کونکو ترمنځ اخ او ډب هم وشو، په ځینو ځایونو کې د یو شمیر پولیس والاوو د ژوبلیدو راپورونه هم رارسیدلي دي.

دپاکستان د نورو ښارونو نه هم رارسیدلي راپورونه وايي چې د مظاهرو په ترڅ کې د ځايي خلکو له خواپه لاهور کې د عیسویانو د کورونو د سوزولو پېښه غندل شوې ده.

د پنجاب حکومت چارواکي وايي د عیسوي لږکیانو د ورانو شویو کورونو د تاوان ورکولو اعلان یې کړی او همدارنګه یې په لسګونو تورن کسان هم د شک پر بنسټ نیولي دي.

دپاکستان اکثرو سیاسي ګوندونو په لاهور ښار کې د عیسوي مذهبو د کورونو د سوزولو غندنه کړې ده ، د تحریک انصاف مشر عمران خان په پېښور کې یوې جلسې ته د وینا پرمهال وویل ، دا د پنجاب حکومت ناکامي ده، دمتحده قومي مومنټ فاروق ستار په کراچۍ کې وویل، دا هغه پاکستان نه دی چې جناح یې تصور وړاندې کړی و. همدارنګه د نورو سیاسي ګوندونو ورته دریځونه هم مخې ته راغلي دي.
XS
SM
MD
LG