د لاسرسي ځای


رویټرز خبري اژانس لیکي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اتوار په ورځ ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د عمل په لړ کې خبرې د قطر په دوحا کې کیږي. وسله والو طالبانو یو کال وړاندې په دغو خبرو کې د ګډون نه په دې انکار کړی و، چې امریکايي حکومت د سولې د عمل په اړه په خپلو خبرو نه دی ولاړ.


رویټرز لیکي، د امریکا حکومت وایي، دوی د وسلوالو طالبانو سره د سیاسي حل د راویستلو په خبرو ولاړ دي، خو په دغه لړ کې د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ ضروري دی.

بلخوا، د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې خبرو تردید کړی، چې ګیني په دوحا کې د دوی او د امریکا ترمنځ د سولې خبرې بحاله شوي دي، او د ولسمشر کرزی دغه بیان یې هم رد کړی دی. رویټرز لیکي په ۲۰۰۱ کال کې چې کله د طالبانو واکمني ختمه شوه، له هغې وروسته د افغان حکومتي چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې راوستلو لپاره نیغ په نیغه خبرې نه دي شوي.

رویټرز لیکي امریکایي سفارتکاران هڅې کوي، چې د طالبانو سره د سولې عمل پراخه کړي، د ټولنې ټولو خواوو ته په دغه عمل کې د ګډون بلنه ورکړي، او هم دغې لپاره یې د طالبانو په غوښتنه په دوحا کې یو دفتر پرانستلو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر چګ هیګل افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د لیدلو او افغان حکومت سره په تازه امنیتي صورتحال د خبرو لپاره دغه هیواد ته تللی، په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ وخت پر وخت کړکیچ هم رامنځ ته کیږي، او امریکا غواړي، د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته هم د دغه هیواد سره خپلې مرستې جاري وساتي.

رویټرز لیکي، پاکستان په دې وروستیو کې د هغو بندي طالبانو د خوشې کولو په اړه ویلي وو، چې د افغانستان د سولې په عمل کې مهم رول لوبولی شي، خو تر اوسه په دغه عمل کې څه ګټور پرمختګ مخې ته نه دی راغلی.
XS
SM
MD
LG