د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې د عیسوي مذهبو پوره کلی سوزول شوی



د پاکستان د پنجاب صوبي لاهور ښار کې پرون د توهين رسالت په تور مظاهرکونکو د عیسوي مذهبه کسانو په کورونو حمله کړې او د یونیم سلو نه زیات کورونه او يو چرچ يې سوزولي دي.

د لاهور ښار د پوليسو یو چارواکي ملتان خان پرون وويل چې شاو خوا درې زرو مظاهره کونکو له تشدده ډکې مظاهرې وکړې او جوزف کالونۍ کې د عيسانو کورنه يې وسوزول.

د جوزف کالونۍ يو وسيدونکي پرون خبريالانو ته وويل:

(( ټول کلي ته یې اور واچولو، کولپونه یې مات کړل او هرته یې اور ولګولو، کټونه ، بسترې، کتابونه ، پیزار هرڅه وسوزیدل، هیڅ نه دي پاتې. ))

یو بل وسیدونکی وايي مظاهره کونکو قیمتي سامانونه له ځانه سره وړي دي، دوی همدارنګه وايي د پیغمبر سپکاوی هیچا نه دی کړی ، ځايي خلکو هسې بس یوه پلمه لټوله.

پوليس وايي هغه عيسوي ځوان يې نيولی دی چې د هغه يو ملګري پري د توهين رسالت تور لګولی و.

ولسمشر اصف علی زرداری، وزيراعظم راجه پرويز اشرف او د پنجاب وزيراعلی شهباز شريف د دې پيښي غندنه کړي او د پلټنو امر يې جاری کړي.

دپنجاب وزیر اعلی شهباز شریف ددې پېښې نه پس یوه هنګامي غونډه راوغوښته او د ککړو کسانو د نیولو امر یې وکړ. نوموړي وویل هرې زیان منې شوې کورنۍ ته یې د دوو دوو لکو روپو د مرستې اعلان هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG