د لاسرسي ځای


ایکسپریس ټریبون لیکي ــــــــــ یو وخت داسې وو چې پاکستان د سیل ګرو د خوښې ځای وو. د نولس شپیته په لسیزه کې به د یورپ سیلانیان د خیبر درې د لارې راتلل او پيښور چترال او کراچۍ سیلونه به يي کول. خو اوس د نړۍ د اقتصادي فورم د راپور ترمخه مونږ د سیل ګرۍ لپاره د نړۍ په یو سل څلویښت هیوادونو کې په یو سل دوه ویشتم ځاي یو.

د سیل ګرۍ د هلو ځلو کې د کمي ډیرې وجې دي خو د ټولو نه لویه وجه يي د هیواد خرابه امنیتي وضع ده. له کشمیره تر شمالي سیمو او د قبایلي سیمو نه تر سوات پورې امنیتي وضع دومره خرابه ده چې اوس بهر ملکیان دلته راتلو ته زړه نه ښه کوي.

ورځپاڼه لیکي ــــــ ډیرې عجایب ګرې ځکه تشې پرتې دي چې زمونږ د تاریخي ورثې ډیر ځایونه تالا والا شو، ډیر لرغوني توکي یا خو نورو هیوادونو ته قاچاق شو او یا پرې خلکو خپل کورونه ښایسته کړل.

حکومت لس کاله په دې واخستل چې د ملګرو ملتونو د تعلیم او کلتور سازمان ته په هیواد دننه د لرغوني اثارو د شمیرې او نومونو په اړه معلومات ورکړي. په کال ۲۰۰۴ م کې د سیل ګرۍ د ودې لپاره یو ځانله وزارت جوړ شو ولې دغه وزارت لا تر اوسه په خپل کار کې نه دې بریالې شوې.

ورځپاڼه په پايي کې لیکي ـــــ چې اوس محال دا ټیک ده چې د نورو هیوادونو سیل ګري پاکستان ته نه شي راتلې خو باید مونږ په هیواد دننه سیل ګرۍ ته وده ورکړو او خپل تاریخي اثار او د سیل ګرۍ ځایونه خوندي کړو.
XS
SM
MD
LG