د لاسرسي ځای

د بلوچستان په دشت کې ترهګر او وسله نیول شوي ده


خدای نور ناصر:مشال راډیو


کوټه: په کوټه کې د ملیشه ځواکونو کرنل مقبول د جمعې او خالي په منځنۍ شپه ناوخته د ملیشه ځواکونو په هيډ کوارټر کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل (د دوي سرتیرو د ۸ ترهګرو په شمول زیاته وسله او چاودېدونکي توکي نیولي دي) د مقبول په وینا د اسخباراتو په مټ يې په دشت سیمه کې په يوه کور کې ښخه دا وسله او چاودېدونکي توکي ونیول.

((نن موږ ته خفیه اطلاع رسېدلې وه، چې په دشت سیمه کې چې له کوټې څخه شاوخوا ۲۵ کیلومیتره لرې ده، هلته د وسلې او چاودېدونکو بیخي زیاته زخیره ده. او همدا په کوټه کې په بمي چاودنو، هدفي وژنو او د امنيتي ځواکونو پر ضد کارول کېدای شي))

نیول شوې وسله میډیا ته هم وښودل شوه، چې پکې ۱۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، راکټونه، کلاشینکوفونه، توپنچې او شاوخوا ۵۰ زره مرمۍ شاملې وې.


د ملیشه ځواکونو د کرنل مقبول په خبره په دغه چاپه کې يې اته ترهګر هم نیولي، چې دده په وینا تر پلټنو وروسته به دا څرګنده شي، چې د دوی تعلق له کومې وسله والې ډلې سره دی. خو تردې وروسته د ملیشه ځواکونو ځينو سرچینو چې نه يې غوښتل نوم او ږغ يې واخیستل شي، مشال راډيو ته د دې تاييد کړی، چې ټوله وسله، چاودېدونکي او اته واړه کسان له لشکرجهنګوي وسله والې ډلې سره تعلق لري.
XS
SM
MD
LG