د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل او خوست کې ځانمرګیو بریدونو ۱۸ تنه وژلي



چارواکي وايي د افغانستان په سرښار کابل کې نن په يو ځانمرګي بريد کې نهه ولسي وګړي وژل شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي له پيښې وروسته خبريالانو ته وويل چې ځانمرګی بريد کوونکی په سايکل سپور وو چې د دفاع وزارت دروازې خوا کې يې چاودنه وکړه.

بريد په داسې مهال شوی چې د امريکا د دفاع وزير چک هيګل افغانستان ته په سفر دی. طالبانو د يوې خبرپاڼې له لارې ويلي چې په بريد کې يې ګڼ افغان پوځيان وژلي خو افغان چارواکي دا دعوه ردوي او بې ځايه يې بولي.

بل خوا په خوست ولایت کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه نهه کسان وژلي، چې یو پولیس او نور ماشومان دي.

د افغانستان په خوست ولایت کې ځانمرګي برید لږترلږه نهه کسان وژلي دي.
د خوست ولایتي مقام وايي، برید نن غرمه مهال د خوست ښار په اړونده کونډیو سیمه کې د ګډو ځواکونو پر یوه کاروان وشو.

خوستي چارواکي وايي، یوه برید کوونکي، چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې اغوستی و، یوه افغان پوځي ته داسې مهال ورنژدې شو، ، چې تر څنګ یې ګڼ ماشومان ولاړ وو.

سرچینه وايي، پوځي ځان وژونکی پېژانده، ځکه یې خپله غېږ ورته پرانیسته او همدا وو، چې خپل ځان یې وچووه

د خوست ولایت ټول وژل شوي ولسي وګړي ماشومان بولي.

د خوست روغتون ته څلور ټپي شوي ماشومان وروړل شوي، چې وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.
ټپي شوي ماشومان د ښوونځي زده کوونکي دي.
د برید پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې.


XS
SM
MD
LG