د لاسرسي ځای

پیښور: د پېښور د ګڼې ګوڼې نه د ډکې سیمې مینه بازار او شاهین بازار سره نږدې په باقر شاه محله کې نن د خالي پر ورځ په بمي چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل شوي دي.



راپورونه وايي چاودنه د شاهین بازار د باقرشا محلي په بلال جومات کې شوې ده او په دغه وخت خلک د ماسپښین پر لمانځه ولاړ وو. د پیښور یو مشر انتظامي چارواکي ( ایډیشنل اسسټنټ کمشنر) محمود احمد د پیښې په اړه مشال راډیو ته وویل، دغه یوه ریموټ کنټرول بمي چاودنه وه، او چاؤنکي توکي په یوه ګوتۍ کې کیښودل شوي وو. په پیښه کې د جماعت امام قاري شاه حسین په روغتون کې ساه ورکړه، او پلویانو یي د دغه چاودنې خلاف نعرې هم ووهلې



د باقر شاه محلي یو اوسیدونکي مشال راډیو ته وویل، د دغه جماعت انتظامیي ته داسې دړکې ورکړل شوې وې، چې دوی دې په دغه جماعت کې نعتونه نه وایي.

د پیښې ژوبل کسان نږدې لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوي دي چې د ډاکټرانو په وینا د ځینو هغو صحي وضع ښه نه ده. د لیډي ریډنګ روغتون یو ډاکټر مشال راډیو ته وایي ۲۹ کسان په دغه پیښه کې ژوبل شوې دي، چې پکې د څلورو حالت نازک ښودل کیږي.

شاهین او مینا بازار د پیښور ښار د ګڼې ګوڼې نه له ډکو سیمو څخه ګڼل کیږي، د پیښې پړه تر دې دمه چا نده منلې.
XS
SM
MD
LG