د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو نړیواله ورځ


د جمعې پر ورځ د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کیږي.

د پاکستان صدر آصف علي زرداري د دفتر لخوا تېره ورځ جاري شوی خبر پاڼه وايي د دې ورځ لپاره په خپل پیغام کې نوموړي ویلي په دې موقع د نړۍ او په تېره د پاکستان ښځو ته مبارکي ورکوي او ښځو سره امتیازي سلوک د ختمولو په لړ کې د دوي د هلو ځلو ستاینه کوي.

په خپل پیغام کې نوموړي ويلي د پاکستان حکومت د هر قسمه امتیازي سلوک په وړاندې د ښځو د حقونو تحفظ کولو ته ژمن دې. چې د اسلام د تعلیماتو په رڼا کې او د خپلو مشرانو نه د ذده کړه کولو سره په دې لړ کې کوششونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG