د لاسرسي ځای

تازه خبر

دخوست زندان کې ضمانتي بندیان


نجیب الله الوخیل

دخوست د استناف محکمې رئیس مولوي عبدالطواف ،چې له یو شمیرقاضیانو ،څارنوالانو او درسنیو له خبریالانو سره یو ځای يې دپنجشنبې په ورځ دخوست په محبس کې له بندیانو سره کتنه کوله وویل ،چې د جمهور رئیس 129 ګڼه فرمان دی هغه کسان ،چې حکم يې نهايي شوی ،بري ذمه دي او يایې دبند موده بشپړه شوې باید له زندانونو خوشې شي ، خو تاسو وینئ چې په دې محبس کې 6 تنه بندیان له یوې میاشتې راهیسې په ناقانونه توګه ساتل شوي دي :


((د خوست په محبس کې پنځه کسان ،چې د هغوی د حبس موده پوره شوې او یا بري ذمه دي او هم یو تن ،چې یو کال او لس میاشتې پرې تیرې شويدي او تر اوسه يې دوسیه محاکمو ته نه ده راغلې،موجود دي، چې دا دڅارنوال کار دی او هغه باید د دې ځواب ووايي ،په هر وخت کې چې هر څوک ناقانونه کار کوي مخه به يې نیول کیږي .))

دخوست محبس امر سمونوال روح الله کریم خبریالانو ته وویل ،چې په نوموړي محبس کې دا مهال 483 تنه بندیان او یا توقیف شوي کسان موجود دي ،چې ددوسیو په اړه يې په مکرره توګه عدلي او قضايي ادارو ته معلومات ورکړل شوي او له هغوی څخه د هدایتونو غوښتنه شویده.
بلخوا دملي امنیت دڅارنوالۍ رئیس غلام رسول خپلواک مني ،چې یو شمیر بندیان يې سره لدې چې محاکمو يې دخلاصولو حکم کړی ،خو دوی دضامنت کونکو د نشتون له کبله نه دي خوشي کړي، نوموړی وايي که چیرې خوشي کیدونکي کسان ضامنت کونکي ونه لري نو بیا د محاکمو په راتلونکو پړاونو کې ستونزې پیدا کیږي ،خو ښاغلي خپلواک ونه ویل ،چې دوی به ترکومه له ځانونو سره ساتي:

((زموږ سره پنځه کسان داسې دي ،چې په هغوی باندې ابتدایه محاکمو په حبس سپري شده باندې حکم کړی ،ولې تر اوسه ندي خوشي شوي دا خبره واقعیت لري او وجه يې داده ،چې دوی تر اوسه ضامن ندی پیدا کړی ،داسې واقعیات شوي دي چې دابتدایه محکمې حکم موږ تنفیذ کړی دی،استناف محکمې هغه نقض کړیدی او بیرته ایجاب ددې شوی ،چې متهم باید په قضايي جلسه کې حاضر شي،خو بیا هغه نه دی حاضر شوی او د هغې په پیداکولو کې مشکلات پیدا شویدي .))

دخوست ولایتي شورا رئیس هم په خپلو خبرو کې په استناف څارنوالۍ تور ولګاوه ،چې څارنوالۍ شپږ،شپږ میاشتې بندیان په ناقانونه توګه ساتي او دوسیې يې نه بشپړوي او یا يې دضمانت لپاره داسې کسان پیداکړي ،چې یو کس دڅو،څو کسانو ضمانت کوي او ښکاره ده که مسوولیت پیدا شي نو بیا به فرار کوي.

دیادونې وړ ده،چې پدې وروستیو کې دیوشمیر نړیوالو سازمانونو او دبشري حقونو څخه دملاتړ ادارو له خوا په افغان زندانونو کې دشکنجو ،په ناقانونه توګه دبندیانو دساتنې او نورو ستونزو په اړه رپوټونه خپاره شوي،چې په ملي او نړیواله کچه يې اندیښنې راپورته کړيدي.
XS
SM
MD
LG