د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښځې لا هم ځورول کېږي


د سوات ګلخندانه ښځو ته د کالیو ګنډولو ښوونه ورکوي.
د سوات ګلخندانه ښځو ته د کالیو ګنډولو ښوونه ورکوي.

رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام آباد:- نن د پاکستان په شمول په درسته نړۍ کې د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي، د دې ورځې په مناسبت د ملک په مختلفو برخو کې دستورې جوړې شوې دي.


د ښځو نړيوالې ورځ لمانځلو پېل په لومړي ځل ملګرو ملتونو له ١٩٧٥ م کال نه وکړو چې موخه یې د امن کوښښونو کې د ښځو کردار، د امتيازې سلوک خاتمه او د برابرۍ په بنياد ګډون دی.
د دې ورځې اهميت په اړه د پاکستان د بشرې حقونو لپاره کارکونکې کميشن (هيومن رائټس کميشن اف پاکستان) مشرې زهره يوسف مشال راډيو ته وويل چې دې ورځې اهميت د زنانو د مسلو او مشکلاتو پيژندل دې او د هغې مخنيوې کول دې.

نوموړې خپلو خبرو کې زياته کړه چې سږ کال ددې ورځې موضوع په درسته نړې کې په ښځو د تشدد خاتمه ده.

د سوات ګلخندانه د دفتري نوکرۍ تر څنګ د کور کار هم په خپله کوي
د سوات ګلخندانه د دفتري نوکرۍ تر څنګ د کور کار هم په خپله کوي
دې زياته کړه چې پاکستان کې په ښځو د تشدد په کيسونو کې اضافه مخې ته راغلې ده او د هيومن رائټس کميشن اف پاکستان له ٢٠١٢ م کال جنورې مياشتې نه تر اګست د مياشتې راپور مطابق څلور سوه پنځويشت ښځې د غيرت په نامه وژل شوې دي.

،، کوم مالومات چې موږ ته راځې نو هغه ډير پريشانونکې دي ، اته زرو نه سيوا ښځې د کورني تشدد ښکار دي او دا رپورټ شوي کيسونه دي ، زياتره کيسونه خو نه رپورټېږي . څو کاله مخکې د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې يونيسېف د يو راپور تر مخه چې پکې پاکستان ، افغانستان او يو څو نورو افريقايې ملکونو نومونه وو ،چې د زنانو لپاره به د ټولو زياته خطرناکه ملکونه بلل کيږي.
نوموړې زياتوي چې ،، داسې قانونونه شته چې هغه اسمبلې نه نه دې پاس شوي. لکه څنګه چې د کورني تشدد بل چې هغه صرف په قامي اسمبلې کې پاس شوی دی او صرف د اسلام اباد لپاره دې ، باقي صوبايې اسمبليانو کې دا بل د ځنډ ښکار دي. دا اسمبليانې يو څو ورځو کې تحليلېږې نو دا معامله به پاته شي، نو زما په خيال دا د دې حکومت په ناکامې کې شامليږي،،

شازیه حلیم له نوکرۍ سره سره د کور چارې هم په خپله کوي
شازیه حلیم له نوکرۍ سره سره د کور چارې هم په خپله کوي
د بشرې حقونو کار پوه امنه مسعود جنجوعه مشال راډيو ته وويل چې دوی د ښځو د حقوقو لپاره حکومت سره کار کوي خو حکومت له خوا د دې په اړه څۀ مثبته ځواب نه راځې.

،، دا پارليمان نا اهله دي ، چې دښځو لپاره قانونه جوړ کړي، زموږ د ادارې غړې ، چې وکيلان دي نو يو ځای کښېنو، صلاح مشوره وکړو او قانون لپاره سفارشات جورکړو، چې بيا يې حکومت ته وليږو، خو زموږ دا صلاح مشوره هيڅ کار نه کوي. نو دا ډيره غټه الميه ده، کار هم موږ وکړو ، سفارشات هم موږ ورته وليږو او هغه هم نه نافذوي،،

د نوموړې له وينا سره سم چې د پاکستان تقريبا نيمه ابادي په ښځو مشتمله ده نو د دوی ترقي او د تشدد خاتمې لپاره په ټولنه کې د اګاهې ضرورت دی او حکومت ته پکار ده چې په دې اړه کوټلي ګامونه اوچت کړي.
XS
SM
MD
LG