د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران تېل،د هند وریځې د پاکستاني سو داګر ګټه




له هنده ایران ته د وریځو نېغ رسد له هغه وروسته په ګټوره توګه زیات شولو چې د تېلو چاڼولو هیندي کمپنیو ایران ته د تېلو پیسې ورکړې، خو په دې کې مهمه خبره دا ده چې کله وریځې ایران ته رسول کېږي نو د کاروبار سیکه یې هندي روپۍ ده.


هند تهران ته د وریځو لوی رسد یا سپلايي کوي، خو دا رسد له هغه وروسته ودرول شو چې کله په ۲۰۱۲م کال ایراني سوداګر د قسطونو په پرې کولو کې پاته راغلل. او له دې کبله ګڼو هندي سوداګرو په باور یا اعتبار د وریځو پلورنه ودروله.

خو چې کله پر ایران د سمندر له لارې او بانکونو له لارې اقتصادي بندیزونه سخت کړل شول نو په دې سره د ټرکونو پاکستانیو کاروباریانو ته ګټه ورسېده. تېره اونۍ د پاکستان او هند د غلې سوداګرانو د خوړو په یوه ستره نړیواله ننداره کې وویل، چې اوس د بلوچستان د کوټې له لارې له هنده ایران ته وریځې صادیرېږي.

په کراچۍ کې یو د وریځو سوداګر وايي، ایراني سوداګر د هند باسمتي وریځې خوښوي. خو د سمندر له لارې او د بانکونو له لارې پر ایران د بندیزونو له کبله د بلوچستان د کوټې سوداګرو ته کټه ورسېدله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG