د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ د تل لپاره له سیاسته ووت؟


؛ آیا د پاکستان پوځ د سیاست نه د ټول عمر لپاره بهر شو؟؛ په عنوان لیکوالې شامله چوهدري په فارن پالیسي مجله کې یوه مقاله لیکلې ده.

شامله چوهدري ليکي ــــــ تیره اونۍ د پوځ د مشر په ګډون د پاکستان د سیکیوریټي ایسټیبلیشمنټ دریو لوړ پوړو چارواکو په یو بیان کې وویل پوځ به په راتلونکې انتخاباتو کې مداخلت نه کوي.

انتخاباتو ته له دوو اونیو لږ وخت پاته دی . د پیپلزپارټۍ حکومت په واک کې دی نه خو د پوځ له خوا د حکومت د غورځولو څه نښې ښکاري او نه د یو خپلواکه الیکشن کمیشن د جوړیدو نه وروستو په انتخاباتو کې د پوځ د مداخلت څه ښکاره امکان شته. خو باید موږ په دې پوهه یو چې لکه د نورو ادارو چې د هیواد په سیاست کې مفاد لري، پوځ به هم د انتخاباتو عمل ډیر د نیزدې نه څاري.

د پوځ ترجیح به دا وي چې هندوستان او افغانستان سره د اړیکو ، د جوهري وسلو د غني کولو، او تر دې چې له امریکا سره د اړیکو غوندې د قامي امنیت په لویو معاملو کې د اولسي حکومت کردار محدود وساتي.

شامله چوهدري لیکي ـــــ په شپاړسم مارچ کله چې د اولسي حکومت د واک موده پايي ته اورسي ــــــ نو نړۍ به پاکستان څاري. موجوده حکومت د پاکستان په تاریخ کې په وړومبي ځل د واک پینځه کاله پوره کوي. او ولس د پوځ له خوا د حکومت د رانسکورولو یا په انتخاباتو کې د مداخلت مرسته نه کوي. په دې کې هیڅ شک نشته په پنډۍ کې ناست پوځي جرنیلان په دې خبره پوهه دي.

خو د عالمي فشار نه زیات د پوځ د مشرۍ ستونځو او د جرنیلانو خپلمینځي نظریاتي اختلاف ولسي حکومت قوي کړی دی. له امریکا سره د پوځ د مرستې له کبله د پوځ په کوز کچ ډیر سخت ردعمل رامینځ ته شوی او په پوځي تنصیباتو بریدونه د پوځ دننه د مرستو نه بغیر نه شو ترسره کیدلای. کله چې د جنرل کیاني د پوځ د مشر په حیث د واک موده درې کاله نوره وغځول شوه نو د پوځ په لوړپوړو چارواکو کې ځینو د پوځ د مشر چوکۍ ته د ترقۍ موقعه وبایلله ، چې له کبله يي هغوی خپه دي.

شامله چوهدري وړاندې لیکي ـــــــ پوځ ډیر په سمه توګه د ولسي معاملو پرځای خپله ټوله توجه په داخلي ستونځو مرکوز کړې ده بیا هم دا به اسانه نه وي چې په ولسي معاملو کې مداخلت هم ونکړي او خپلې ګټې خوندي هم وساتي خو دا ځل به د نیغ په نیغه مداخلت پرځای په غیرمستقیم په توګه د انتخاباتو په عمل اثراندازه کیږي.
XS
SM
MD
LG