د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هوګو چاویز مړی به د لېنین غوندې خوندي کېږي




د وېنزویلا د منځمهالې دورې مشر وايي، د هوګو چاوېز مړی به لکه د پخواني شوروي اتحاد د مشر ولادیمیر اېلیچ لېنین د جسد غوندې خوندي او د ښیشې په یو تابوت کې د خلکو د لیدو لپاره اېښودل کېږي.


ځای ناستي مشر نیکولا مادورو دا هم ویل، چې د وېنزویلا د ولسمشر جسد به د اوو نورو ورځو لپاره د ولسي لیدنې په موخه د ولسمشر یزه ماڼۍ سره په څنګ کې په یوې پوځي اکیډیمۍ کې اېښودل کیږي.

دا اعلان د جمعې ورځ د هوګو شاویز تر دولتي مراسمو وړاندې وشو چې په کې به د نړۍ په لسګونو مشران هم برخه اخلي، په دوی کې د ایران ولسمشر محمود احمدينېژاد او د بېلا روس ولسمشر الیکسانډر لوکاشینکا هم ګډون کوي.

چاوېز له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د ناسور یا کېنسر په ناروغي اخته و چې د تېرې نهې یا سېشنبې پر ورځ د مارچ پر پینځمه نېټه مړ شو، پر جنوبي امریکايي هیواد وېنزوېلا يې څوارلس کاله واکمني وکړه.

نوموړي پر امريکا ډيري سختې نيوکې کولې او له فيډل کاسترو او نورو کيڼ اړخو مشرانو سره يې لاس يو کړی و.

نوموړی چې يو خوله ور سړی و، په وينزوېلا کې د غريبانو اتل ګڼل کېدۍ او په دغه هيواد کې يې سوشلسټ نظام راوستۍ وو. خو د زياتو تيلو د درلودلو سربېره د دغه هيواد يو شمېر وګړي اوس هم له غربت سره مخاخ دي.

چاوېز يوه مېرمن او پنځه اولاده درلوه. د وينزوېلا له قانون سره سم به اوس د نوي ولسمشر لپاره انتخابات په يوه مياشت کې دننه تر سره کيږي. تر هغه وخته به د هيواد مشري مرستيال ولسمشر نکولا مادورو په غاړه اخلي.

د چاوېز پر مړینه د امريکا ولسمشر بارک اوباما د وينزوېلا د خلکو د ملاتړ څرګندونه کړې او ويلي يې دي چې امريکا غواړي د وينزوېلا له حکومت سره تعميري اړيکې پر مخ بوځي. بلخوا د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل بان کي مون د وينزوېلا له خلکو سره د خپلې ژورې خواخوږۍ څرګندونه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د روس سفير ويټالې چورکين هوګو چاوېز د يو ستر سياستوال په توګه ياد کړ.

د چاوېز پر مړينه په وېنزوېلا کې د اوو ورځو وير هم اعلان شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG