د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د نګران وزیراعظم اختیارات




د پاکستان د حزب اختلاف مشر چوهدري نثار علي خان د چارشنبې په ورځ په لاهور کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې دوی د نګران حکومت د وزيراعظم لپاره د درو کسانو پر نومونو سلا کړې ده چې جسټس ريټايرډ ناصر اسلم زاهد، جسټس ريټايرډ شاکر الله جان او رسول بخش پليجو پکې شامل دي. تر دې وړاندې وزيراعظم راجه پروېز اشرف د حزب اختلاف مشر ته يو خط لېږلی و او د نګران وزيراعظم لپاره يې د دوو کسانو د نومونو غوښتنه ورڅخه کړې وه.


په پاکستان کې حکومت او سياسي ګوندونه هڅه کوي چې د عبوري دور لپاره د خپلي خوښي وزيراعظم راولي. دا چې په پاکستان کې د نګران وزيراعظم څه اختيارات وي؟ په پېښور کې د قانوني چارو کارپوه بېرسټر باچا وايي، له آيين سره سم نګران وزيراعظم هم بشپړه اختيارات لري خو دنده يې عام انتخابات تر سره کول وي.

((د نګران حکومت يا نګران وزيراعظم کار دا وي چې په صحيح طريقه سره انتخابات سر ته ورسوي. لکه څنګه چې په آیین کې شته چې شفاف الېکشن دې وي او پر انصاف دې ولاړ وي او په هغه کې څه ورانی يا زياتوب و نه شي. خو د نګران وزيراعظم سره هغه پوره اختيارات وي چې تر آيين لاندې له يوه وزيراعظم سره وي. دا بېله خبره ده چې دوی اکثره وخت داسي نګران وزيراعظم راولي چې د هغه څه خاص دلچسپي نه وي او هغه ته هم دا پته وي چې زه يې د دې لپاره راوستی يم چې بس دا الېکشن په مياشت دوه کې سر ته ورسوم او د هغې نه پس به زه ځم نو چې داسي کار را نه ونه شي چې سبا بيا زه پکې راګېر يم)).

په پاکستان کې د نګران وزيراعظم لپاره د څه مودې راهيسي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي او د بشري حقونو د مبارزې عاصمه جهانګير نومونه هم اخیستل کيږي. دا چې د نګران وزيراعظم اختيارات د منتخب وزيراعظم له هغې څه توپير لري او د هغه ټاکنه په څه توګه رامنځ ته کيږي. په لاهور کې د سياسي چارو کارپوه پروفېسر ډاکټر رسول بخش رييس وايي، د نګران وزيراعظم موده کمه وي او ټاکنه يې حکومت او حزب اختلاف په ګډه کوي.

((په اختياراتو کې خو يې فرق نه وي. د آيين له مخې چې د وزيراعظم څه اختيارات وي، د عبوري حکومت د نګران وزيراعظم هم هغه اختيارات وي او همهغسي کابينه لري. فرق يې يوازي دا دی چې د عبوري حکومت د وزيراعظم موده تر درو مياشتو نشي زياتېدای. او په آيين کې د نګران وزيراعظم په اړه ويل شوي دي چې غېر متازع سړی به وي. هغه خپل سياسي پس منظر درلودلای شي خو د هغه د مشرولي او اهليت په اړه بايد ټول متفق وي. زموږ په آيين کې دا هم راغلي چې د نګران وزيراعظم د ټاکلو پرېکړه به حزب اختلاف او حکومت په ګډه کوي. که چيري دوی پر يوه نامه اتفاق ونه کړي نو بيا به د نومونو لسټ د الېکشن کمشنر مشر ته لېږل کيږي او هغه به حتمي پرېکړه کوي)).

په پاکستان کې حکومت او د حزب اختلاف ګوندونو هلې ځلې رواني کړي چې د عبوري دور لپاره د خپلي خوښي وزيراعظم راولي. دا چې د عبوري حکومت وزيراعظم په پاليسيو کې څه بدلون راوستی شی او څه ګټه رسولای شي، بېرسټر باچا يې په ځواب کې وايي.

((پوليس د نګران وزيراعظم تر کنټرول لاندې وي. بلخوا که څه هم د انتخاباتو پر معاملاتو د الېکشن کمېشن اختيار وي خو د دې کميشن د عملې په لګولو او له يو ځای څخه بل ځای ته په لېږلو کې د وزيراعظم پوره لاس کېدای شي. د دې سربېره نورې ټولې انتظامي سلسلې له وزيراعظم سره وي. نو ځکه زه وايم چې په دې کې وېره دا وي چې داسي وزيراعظم را نه شي چې د يو خاص ګوند سره د هغه مرسته وي)).

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير قمر زمان کايره څو میاشې وړاندي اعلان کړی و چې د اوسني حکومت موده د روان کال د مارچ پر اتلسمه نېټه پای ته رسيږي نو هم په هغه ورځ به نګران حکومت جوړیږي خو دا چې وزيراعظم به يې څوک وي، تمه څرګنديږي چې د دې پرېکړه به په راتلونکې اونۍ کې وشي.
XS
SM
MD
LG