د لاسرسي ځای

تازه خبر

خپل ژوند مې خپل وطن ته سپارلی


خپل ژوند مې خپل وطن ته سپارلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

خپل ژوند مې خپل وطن ته سپارلی



نیاز موسا خېل

د کوټې پشین له استاد او منتظم،امیرمحمد سره ځانګړې مرکه چې کورناستي یا ریټایر کېدو وروسته هم ماشومانو ته وړیا زدکړې ورکوي او وايي ټول ژوند یې د هغوی زدکړو ته وقف کړی.



پاکستان کې زیاتره وخت خلک ګمان کوي چې سرکاري کارکوونکي خپلې دندې په سمه توګه ترسره نه رسوي،مګر د بلوچستان په کوټه کې شاغلی امیر محمد په دې یو ځانګړی مثال دی چې نوموړی په کال ۲۰۰۶ کې له ګورنمنټ هایي سکول،پشینه د اُستاد او دویم مشر په توګه د عُمر تر ټاکلې مودې یاني ۶۰ کاله رسېدو وروسته فارغ شو،خو ده له تیرو ۷ کلونو راهیسې خپله دنده لا هم درولې نه ده او لا یې هم په هغه شان جاري ساتلې ده.

له استاد امیرمحمد سره د مشال همکار،نیازموساخېل یوه ځانګړې مرکه کړې ده او په سر کې یې هم دا پوښتنه ورڅخه کړې چې نوموړي له کورناستي کېدو وروسته لا هم خپله دنده جاري ساتلې، ولې؟

استاد امیر محمد: د ۲۰۰۶م کال سپتمبر میاشت کې چې کله زه د ریټایرېدو په حال کې وم،نو د نهم او لسم جماعت د انګلیسې او حساب سبقونه نامکمله وو.ما هغه وخت ورته ووېل، دغه سبقونه به زه ور پوره کوم، بیا وروسته که راتلم او که نه....!ما هغه سبقونه ماشومانو ته ور وښودل او په دغه حال کې د سپتمبر پر ۵ مې نېټې زما د ریټایر مینټ موده پوره شوه،خو دغه دې ما تر اوسه خپله دنده پرې ایښې نه ده او داسې مې جاري ساتلې ده،لکه چې پر ما یو شی فرض شوی وي او دا یو حقیقت هم دی چې دا کار ما پر ځان فرض ګڼلی دی او دا کار مې ذمه واري ګڼلې ده. اوس هم سهار وختي تیار شم. یو بس له کوټې تر پشینه ځي.۱۴۰۰ روپۍ کرایه د میاشتې غواړې.هره میاشت کرایه ور کوم او په باقاعیدګۍ سره ډیوټې (دندې) ته ورځم.هغه شان پیریډز اخلم او هغه شان چې کله رخصتې ته اړتیا لرم،نو په قانوني توګه د رخصتۍ درخواست ورکوم.


نیازموساخېل: تاسو چې له ریټایر کېدو وروسته هم خپلې دندې جاري ساتلې دي،نو د دې کار پېسې درکول کېږي او دا تاسو په خپل جېب کوی؟

استاد امیر محمد: په خپل جېب دا هر څه کوم.د سرکار یا بل چا له اړخه هیڅ قیسمه پېسې نه را کول کېږي.سرکار ما ته تر ۶۰ کاله عُمر رسېدو وروسته د ریټایر کېدو په صورت کې پنشن پو یو موټي پېسو او میاشتني پېسو په صورت کې را کوي او زه هم له دغه میاشتني پنشنه کار اخلم او دندې ترسره په رسوم


نیازموساخېل: پنشن خو سرکار دې لپاره نه در کوي.پنشن خو د دې لپاره در کوي چې تاسو تر کلونو کلونو د قام او مُلک خذمت کړی دی؟

استاد امیر محمد: بس دغه پنشن تنخوا هم ګڼم او پنشن هم.زما مقصد دا نه دی چې د دې کار دې ماته څوک پېسې را کړي.هیڅ کله ما دغه تمه زړه کې نه ده را وستلې او نه مې کله دا هوس په پام کې را غلی دی.


نیازموساخېل: دا فکر دې ولې وکړ چې له ریټایرېدو وروسته هم خواري وکړې او ښوونه نه پرېږدې؟

استاد امیر محمد: د دې پوښتنې په ځواب کې څو خبرې دې زما ذهن کې.یو خو دا چې دا کار زما د کوچنیوالي شوق دی.له پخوا راهیسې،تر ټولو اُستاذانو مخکي سکول ته راتلم او تر ټولو وروسته به تلم.په پرله پسې توګه به مې کار کاوی چې کله به برېک (دمې) وخت راغلو،نو یوازي یو کپ چای به مې وکړې،بیا به شوونې ته ودرېدم.یانې یو خو دا زما شوق دی.بل دا چې بې کاره کښینستل خوند نه را کوي.آخیر څه به وکړم چې ټوله ورځ بې له څه کاره،پر کور کښېنم؟او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې زما مرام دا دی چې زما د وطن هر بچی سبق ووایي.د بلوچستان پښتون مېښته سیمه کې ښه اُستاذانو ته ډېر ضرورت دی.نو که دغه ضرورت کې زه هم تر خپله وسه ونډه واچوم،نو بده خبره به نه وي


نیازموساخېل: له ریټایر کېدو وروسته له کلونو کلونو دې شوونه جاري ساتلې ده.څه فکر کوی،دا کار به تر کله جاري وساتې؟آیا راتلونکې کې به هم دغه لړۍ جاري وي،که څنګه؟

استاد امیر محمد: تر څو چې سترګې (بصارت) مې کار کوي،بدن مې کار کوی او پښې مې یارې راسره کوله،نو دا کار به جاري وي.زما شوق او جذبې لا هم ځوانې دي او هیڅ کله مې حوصله نه ده هرلې،انشاالله د وطن ماشومانو ته به شوونه جاري ساتم
XS
SM
MD
LG