د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغانستان لیکونکې په دغه هېواد نه پوهېږي






له امريکا خپريدونکې مجله، فارن پاليسي ليکي، دې وروستيو کې د افغانستان په اړه ليکونکي کسان ډير شوي خو په مقاله کې راغلي چې په دوی کې اکثره يې داسې دي چې يا خو يې بيخي افغانستان ليدلی نه دی او يا يې هم هلته په تګ سره د افغان ولس سره خبرې اترې نه دي شوي. د مقالې ليکوال وايي بايد افغانانو ته د ليکلو او څيړنو ډیره موقع ورکړل شي.

فارن پاليسي مجله ليکي افغانستان سره د غربيانو د نوي خوا او شا لسو کلونو تړاو په ګڼ شمير کې داسې په اصطلاح کارپوهان پيدا کړي چې په دعوې سره وايي ټول افغانستان يې مطالعه کړی خو د ليکوال په وينا دا کسان د دې پيچلي هيواد په اړه ډيره کم معلومات لري. وجه يې دا ده چې که دا خلک کله افغانستان ته تللي هم وي نو په ډيرو باامنو ځايونو کې اوسيدلي، د عامو افغانانو سره نيغ په نيغه رابطه نه لري، له سرښار کابل څخه ورته د بهر وتلو ډيره کمه موقع وي او د ځايي ژبې له څو محدود ټکو يې ډير زده نه وي.

مجله ليکي سره له دې هم د افغانستان په اړه په سلګونه کتابونه ليکل شوي. دې کتابونو کې د افغانستان د تاريخ، دغلته په بيلابيلو وختونو کې د پوځيانو د موجوديت او آن د سکندر اعظم د وخت خبرې شوي.

فارن پاليسي مجلې ليکلي د افغانستان په اړه ځينې څيړنې د امريکايي پوځ په مالي مرسته ترسره شوي او د جمهوريت، حکومت دارۍ او انتخاباتو برخه کې د څيړنو لپاره د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې له يو بيلين ډالرو څخه زياتې لګولي.

په مقاله کې راغلي د افغانستان په اړه ډيرې ليکنې د بهرنيانو په قلم په انګريزۍ ژبه وي او د افغان څيړونکو نظرونه او اثار کم ښکاري. ليکوال وړانديز کوي چې مالي مرسته ورکوونکي ادارې چې کومو څيړنو لپاره پيسې ورکوي هغه بايد د افغانستان په ژبو (پښتو او دري) وي چې، افغان رسنۍ ترې د بحثونو لپاره ښه ګټه واخلي.

فارن پاليسي مجلې ليکلي د افغانستان په اړه ليکونکي بايد له ښارونو څخه ووځي او عامو خلکو سره خبرې وکړي. که د امنيتي ستونزو له وجې دا کار نه شي کيدلی نو بيا دې عام افغانان مرکزونه ته وروستل شي چې څيړونکي ورسره خبرې وکړي. ليکوال وايي د دې پرځای چې بهر ملکونو کې د اوسيدونکو افغانانو نظرونو ته ډير اهميت ورکړل شي، بايد په کور دننه افغانانو سره خبرې وشي ځکه چې بهر کې ډير وخت لپاره اوسيدلي افغانان نه شي کولی د دې هيواد په اړه سم، کره او پر حقيقتونو ولاړ نظر وړاندې کړي.

فارن پاليسي مجلې ليکلي په بحثونو کې بايد د بهرنيانو پر ځای افغانانو ته ډير وخت ورکړل شي تر څو هغوی ووايي، څنګه او کوم بدلون غواړي. د ليکوال په وينا په داسې حال کې چې بهرني پوځيان له افغانستانه په وتلو دي، نړيواله ټولنه کولی شي افغانانو سره د هغوی د نظر او فکر په نتيجه کې رامنځته کيدونکې پاليسي جوړولو کې مرسته وکړي او په دې توګه افغانستان خپلو هدفونو ته ورسيږي.
XS
SM
MD
LG