د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د پولیس ودانۍ بشپړه شوه




نجیب الله الوخیل

د خوست ولایت یو شمیر نورو ولسوالیو په دوام د سپیرې ولسوالۍ د پولیس لپاره هم د امریکا متحده ایالتونو د حکومت له خوا د 132 میلیونه افغانیو په مالي لګښت مجهز او پرمختللي تاسیسات جوړ شول. د خوست امنیتي مسولین وايي، د دا ډول مجهزو تاسیساتو جوړول ددې ښکارندويي کوي، چې امریکا متحده ایالتونه به افغان پوځیانو سره د اوږده مهال لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.


د خوست والي عبدالجبار نعیمي ددوشنبې په ورځ د نوموړې ودانۍ د پرانیستې پرمهال مشال راډیو ته وویل : ((موږ دیوې ډیرې مهمې پروژې چې هغه د سپیرې ولسوالۍ ودانۍ دي پرانیسته کوو، په دې ودانیو 132میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ودانیزې چارې يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شوي، چې دژوندانه او دفتري چارو لپاره پکې ښې اسانتیاوې برابرې شوي دي .))

بلخوا خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی وویل، د امریکا حکومت په مالي ملاتړ د داډول تاسیساتو جوړول د نوموړي هیواد د اوږد مهاله مرستوښکارندویه ده، نوموړي زیاته کړه:

((یوه اونۍ وړاندې هم دموسی خیلو په ولسوالۍ کې د پولیسو لپاره مجهز تاسیسات جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شول،او دامهال ورڅخه پولیس عملاً ګټه پورته کوي.))

دیادونې وړ ده په دې وروستیو کې داسې مهال د خوست په مرکز، ولسوالیو او سرحدي سیمو کې افغان امنیتي ادارو ته مجهزې او پرمختللې ودانۍ او تاسیسات جوړیږي، چې له نړیوالو ځواکونو څخه دافغانستان د اتیا سلنې سیمو امنیت افغان پوځیانو ته سپارل شوی او دخوست له ګڼو ولسوالیو هم بهرني سرتیري وتلي دي.
XS
SM
MD
LG