د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: څماولنګ کې ۳ کانکیندونکي مړه شول


په بلوچستان کې په بیا بیا د سکرو کانونو کې کانکېدونکي له پېښو وژل کېږي
په بلوچستان کې په بیا بیا د سکرو کانونو کې کانکېدونکي له پېښو وژل کېږي

د بلوچستان په څماولنګ سیمه کې د سکرو په يوه کان کې د غره د رانړېدو له امله پنځو کان کیندونکو ته مرګ ژوبله اوښتې. له سیمې امنيتي چارواکي وايي؛ د څماولنګ په انګور شېله کې د سکرو په يوه کان کې د غره د ښويېدو له امله لږ تر لږه درې تنه مړه شوي،او دوه نور ټپيان شوي دي.


دوی زیاتوي مړه او ټپیان پنځه واړه د افغانستان د هلمند اوسېدونکي دي، چې له تېرو څو کلونو راهیسي يې په څماولنګ کې د سکرو یا کویلې په کانونو کې کار کاوو. له څماولنګ سره څېرمه د دوکۍ سیمې ځايي خبریال الله نور ناصر د سې شنبې په شپه مشال راډيو ته وویل

؛ دا پېښه د سېشنبې په ماښام شوې ده. چې تر پېښې وروسته ټول مړي او ټپيان له کان څخه را ایستل شوي دي. دوه ټپيان د څماولنګ په روغتون کې دي، او مړي يې خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي؛.

د الله نور ناصر په وینا ټپي کان کیندونکي يې د څماولنګ په پوځي روغتون کې داخل کړي، او مړي يې خپلو پلرنیو سیمو ته استول شوې دي. د یادونې وړ ده چې د څماولنګ په شمول د بلوچستان په ډېری نورو سیمو د سکرو کانونه شتون لري، چې په کې له ځايي مزدورانو سره سره ګڼ شمېر د افغانستان او خیبرپښتونخوا وګړي هم په کې مزدوري کوي.
XS
SM
MD
LG