د لاسرسي ځای



د افغانستان د غزني اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې وسله وال تاريخي کلاګانې نړوي، غله يې تاريخي اثار نورو هېوادونو ته ورڅخه وړي، او چارواکي د تاريخي منارونو له بېخونو خاورې کاږي، دوی وايي، اوس يوازې همدغه د پلار او نيکه تاريخ ورپاتې دی، که د چا مټ ونه نيول شي، له دې به هم خلاص شي.

د غزني اوسېدونکي وايي، پنځلس کاله کېږي. چې په خپل ولايت کې يې د موزيم دروازه خلاصه نه ده لېدلي. او نه يې هم څوک ليدلی چې د غزني د موزيم خوا ته ورغلی وي.
دوی د غزني موزيم د خپلو تاريخي اثارو قبر بولي.

دوی وايي، په دې سربېره شاو خوا څلور کاله وړاندې د غزني په دهيک ولسوالۍ کې د شهاب الدين غوري زيارت له پاکستان څخه د راغليو څو غلو له خوا وسپړل شو، د سيمې خلکو غله ونيول خو دولت بېرته خوشې کړل.

د دغو غلو مشر عبدالله نومېده.

((څلور کاله مخکې د شهاب الدين غوري زيارت چې په دهيک ولسوالۍ کې دی، د يو پاکستانیو غلو له خوا وپلټل شو، او بيا د سيمې خلکو ونيو، خو هماغه بيا بېرته د اطلاعاتو او کلتور چارواکو خوشې کړ))

له هغه وروسته د تېر کال په جون مياشت کې وسله والو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د رييس کلا په نامه د يوې دوه سوه کلنې تاريخي کلا برجونو ته، له باروتو ډکې ډبې کېښودې او په يو وخت يې د کلا څلور برجونه رانسکور کړل.

سږنيو واورو د بې برجونو کلا دېوالونه هم لړزولي دي.

په دې سربېره تېر کال د غزني د سيمه ييزو چارواکيو له خوا د غزني د تاريخي منارونو له بېخونو څخه خاورې وو ايستل شوې، کندې جوړې کړل شوې، او پکې د ښار ګندونه او کثافت واچول شول.

دا مهال د ګندونو او کثافاتو انبارونه دي، او کندې د منارونو تهدابونه ګواښي.

دوه کاله وړاندې د غزني د تاريخي کلا کلا غزنين تر ټولو ستر برج بالابين د چارواکيو د نه پاملرنې له امله ونړېد. د برج تر نړېدو يو کال وروسته د جرمني د اخن په نامه پوهنتون د يو نيم ميليون يورو په لګښت د دغه کلا او برج بيا رغونې ته مرسته ورکړه، خو د برج د جوړېدو چارې د سيمې خټګرو ته وسپارل شوې، او هغوی ورباندې د ګلمالې په زور د خاورو ګل تېر کړ.

د بلا بين تر نړېدو وروسته واورو د کلا غزنين د نورو برجونو بېخونه هم يو په بل پسې وښويولې.
د غزني ليکوال او خبريال شېر احمد حيدر د کلا غزنين په بده ورځ دردېږي.

((ډبرې ورکول کېږي، حتی کاګل ورکول چې هغه د غزني د واورو او بارانو پر وړاندې د پينځو مياشتو او يو کال تاب هم نه شي راوړلای، بالابين له سره ورغول شو،تر سره پورې ورسېده، د بې کيفيته کار او بې تجربې کارکوونکيو له امله بېرته راونړېده، تېر کال په ژمي کې يو بل برج هم را ونړېد، بيا يې جوړ کړ او بيا راونړېد))

د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د غزني د تاريخي ابدو د جوړولو چارې يې نوي سلنه بشپړې کړې دي. خو د سيمې اوسېدونکي وايي، د تاريخي ابداتو رغول د سړک پر سر د ولاړو کاريګرو کار نه دی، او نه هم په خامو خښتو تاريخي برجونه جوړېږي.

دوی وايي، چارواکي مو هسې په سترګو کې خاورې را پاشي.

د غزني يو بل اوسېدونکي سيف الله اندړ بيا د غزني د روضې په شاو خوا کې د ولاړو خو راپرېوتونکيو دنګو منارونو سرته ژاړي.


((څه موده مخکې پروګرام وو، چې دا منارونه بايد ورغول شي او د چپه کېدو مخه يې ونيول شي، خو د هغوی له بېخونو څخه خاورې وو ايستل شوې، او له هغه وروسته هغه کسان چې غوښتل يې دغه منارونه ورغوي پسې ورک شول، چارواکو ورته پاملرنه ونه کړه، د منارونه بېخونه چې يې وکېندل نور يې هم پسې کمزوري کړل، خلک وايي، د لندو خټو ليږ اوبه دارو، نو اوس يو خو په برجونو ډېر وخت تېر شوی دی، هغوی په خپله هم په بد حالت کې دي، او دلته يې چارواکيو پښې وکېندلې))

دی زياتوي، اوس که واوره وښويېږي، يا په يو وار ويلې شي، نو له شکه پرته به ورسره د غزني منارونه هم په مخه کړي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس بسم الله شريفي هم مني، چې برجونه خټګرانو ښه کلک نه وو، جوړ کړي، خو وايي، دا ځل به يې ډېر په خوند جوړ کړو.

((موږ د تاريخي ابدو د جوړولو په برخه کې ښه منظم پلانونه لرو، دا مهال زموږ ډېری ابدې بيا رغول شوې دي، د بالابين برج په تېرو وختونو کې بيا رغول شوی وو، خو چې سم نه وو جوړ شوی او څه ستونزې پکې پاتې وې، بېرته ونړېده، خو دا ځل يې موږ د تجربو په اساس سم جوړوو، او باور لرو چې دا ځل به تر جوړېدو وروسته نه نړېږي))


دی وايي، د غزني د موزيم اثار به هم له پخوانۍ کنډوالې را وباسو او د اطلاعاتو او کلتور د رياست په ودانۍ کې به يې ځای پر ځای کړو، او بيا به پر همدغه ودانۍ د غزني د موزيم نوم کېږدو.

غزنی سږ کال د اسلامي هېوادونو د تمدن پايتخت ټاکل کېږي.

سيدشاه سقيم مشال راډيو
XS
SM
MD
LG