د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ښځې پارلماني استازیتوب غواړي


سراج ظهیر مشال راډيو

فاټا ډيموکريټک موومنټ او د فاټا نورو مشرانو له حکومته غوښتنه کوي چې راتلونکيو ټولټاکنو کې دې په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي ښځو لپاره چوکۍ مخصوص کړل شي او دغه رنګ دې فاټا ته په صوبايي اسمبلۍ کې هم نمايندګې ورکړي چې دا نمايندګان د فاټا د محروميو لرې کولو لپاره خپل کردار په ښه شان ترسره کړي.


له مشال راډيو سره خبرو کې د فاټا ډيموکريټک موومنټ يو غړي ګل نواز مومند وويل:

((چې فاټا هم د پاکستان برخه ده او دوی ورته فاټا وايي، خو له بدقسمتۍ دوی ولې دا سیمه تراوسه خپله نه کړه او دا چې فاټا د پاکستان الحاقيان دي خو تر نن تاريخه یې دلته د پاکستان قانون او آيين عملي نه کړ، نو چې کوم قانون په لاړکانه په رائيونډ په چارسده او د نور پاکستان په برخو کې موجود دی، موږ غواړو چې هم هغه قانون دې فاټا ته هم راشي نو دا زموږ غوښتنه ده چې د فاټا د ښځو لپاره دې په اسمبلۍ کې سيټونه مختص کړل شي او د ايف سي ار بشپړه ختمېده غواړو او په صوبايي اسمبلۍ کې د موږ ته برخه راکړل شي))

دغه رنګ د فاټا يو بل مشر ملک رحمان اپريدي مشال راډيو ته وويل، چې تل د فاټا د ولس په اړه دا پروپيګنډه شويده چې د ښځو د ترقۍ او تعليم پر ضد دي خو دې کې هيڅ حقيقت نشته او دوی خو غواړي چې لوڼه یې هم په قامي بهير کې برخه واخلي.

ده وويل، ((څوک وايي چې په فاټا کې په ښځو بنديز دى دا ټول درواغ دي. دا خبرې د قبايلي ولس دشمنان کوي. او زه دومره ويلای شم چې د قبايلو په يوه سيمه کې که د جينکو سکول نۀ وي نو قبایل خپلې لوڼه د هلکانو سکول کې داخلوي او سبق پرې وايي. او بله دا چې زموږ د فاټا لوڼه د پاکستان په نورو غټو غټو چوکيو کار کوي نو بايد چې په اسمبلۍ کې ورته هم نمايندګې ورکړې شي. خو دې کې هم شرط دا دى چې هغه ښځو ته نمايندګې ورکړل شي چې په فاټا کې اوسيږې چې د فاټا د ښځو د ستونزو ورته علم وي چې داسې نۀ وي چې په اسلام آباد کې ژوند کوي او د فاټا د ښځو مشروالي ورته ورکړل شي.))

کله چې مشال راډيو د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکې او د تحريک انصاف لخوا فاټا کې د ښځو څانګې مشرې عايشه ګلالۍ نه د مشرانو د دې غوښتنو په باب وپوښتل نو هغې وويل چې د قبايلي ښځو سره دا امتيازي سلوک ولې کيږي ؟؟؟؟

((پکار ده چې قبايلي زنانوو ته هم دا حق ورکړل شي. ځکه چې د سړيو نمايندګې خو په سېنېټ او قامي اسمبلۍ کې شته دى خود ښځو يوه نماينده هم په پارليمان کې نه شته چې د خپلو خوېندو اواز را اوچت کړي. نن په دې جديد دور کې لکه د نړۍ د نورو زنانو په رنګ د فاټا زنانه هم خپل يو کردار ادا کؤل غواړي او د هغې لپاره دوی ته يو ډګر پکار دى نو بايد چې دوی ته دا حق ورکړل شي.))

همداراز کله چې مشال راډيو د قبايلي سيمې باجوړ نه قامي اسمبلۍ کې د حکومتي ډلې پيپلز پارټۍ غړي اخونزاده چټان نه په دې بابله وپوښتل نو نوموړي وويل چې دې لړ کې دوي د صدر اصف علي زرداري سره خبرې اترې کړې دي.

ده زياته کړه:(( چې دا خو ډيره ضروري ځکه هم ده، چې په فاټا کې خو د پړدې ډير سخت نظام دى او يو سړې ايم اين اې نه شي کولاي چې د دوي نه د دوي مسلې وپوښتي نو دا ضرورت ما هم محسوس کړی وو او په دې خاطر مې په قامې اسمبلۍ کې يو بل هم داخل کړو خو سپيکر هغه بل د بحث لپاره منظور ځکه نۀ کړ چې وويل چې د آيين شق ٢٤٧ ترلاندې په اسمبلۍ کې په دې بحث نه شي کيداي او د دې لپاره به صدارتي ارډيننس پاسېږي. نو ما د صدر اصف علي زرداري سره خبرې اترې کړې دي او که خدای کول نو راتلونکې اسمبلۍ کې به د فاټا د ښځو لپاره مخصوص سيټونه وي.))

په دې موقعه دې مشرانو زياته کړه چې د پاکستان د صدر اصف علي زرداري لخوا خو په فاټا کې پوليټيکل پارټيز ايکټ غځول شوی دى خو تراوسه په دې عمل نۀ کيږي نو بايد چې ژر تر ژره یې عملي کړي.

سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام آباد
XS
SM
MD
LG