د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل بانک پخواني چارواکي سزا شول


 کابل بانک پخوانی رییس شیرخان فرنود او د هغه مرستیال خلیل الله فیروزي
کابل بانک پخوانی رییس شیرخان فرنود او د هغه مرستیال خلیل الله فیروزي


د کابل بانک د دوسیې د څیړنې ځانګړي محکمې د کابل بانک پخوانی رییس شیرخان فرنود او د هغه مرستیال خلیل الله فیروزي نن په پنځو کلونو بند محکوم کړل.

د دې محکمې مشر شمس الرحمان شمس په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کابل بانک د بحران په مسالې کې نور نولس ښکیل کسان هم د بیلا بیلو مودو په بند محکوم شول.

ده څرګنده کړه چې محکوم شوي کسان کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي.

کابل بانک په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د نهه سوه میلیونه ډالرو اختلاس له وجې له سقوط سره مخامخ شو.

وروسته له هغې افغان حکومت پدې برخه کې ځانګړي محکمې ته دنده و سپارله ترڅو د ا مساله له هره اړخه وڅیړي او عاملین یې مجازات کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG