د لاسرسي ځای



جلال اباد:ـ په پښتني کلتور کې پايزېب داسې ښځينه سينګار توکی دی چې له پخوا زمانې څخه تر اوسه پورې پالل کيږي او په ځوانو نجونو سربيره يې د پاخه عمر ميرمنې هم خوښوي.

له قصده کله کله خپل پايزېب وجنګوومه
جانان راويښوومه
جانان راويښوومه
جانان راويښوومه........

خدای خبر ځوانيمرګې ايمن اوداس به د پايزېب و په شرنګ خپل مين راويښ کړی وي او که نه، خو ډيرو باذوقو ميينانو ته به د پايزېب شرنګ وريادوي او خپله اراوايي تنده به پرې خړوبوي.

پايزېب فارسي کليمه ده چې پښتو کې ورته د پښو سینګار او ښکلا ویل کېږي، د پښتنو ميرمنو داسې سينګار توکی دی چې له ځوانۍ څخه يې تر پاخه عمر پورې خوښوي.

مينه بارکزۍ د پايزېب په اړه وايي:

« پايزېب جنکيانې او په تېره هغه نجونه چې په کليو کې ژوند کې ډير خوښوي. زما هم پايزېب خوښيږي، پايزېب کې يو ډول ګونګروګان هم اچول شوي وي چې ډير په زړه پورې شرنګ کوي.»

دا چې پايزېب په کومو مناسبتونو کې پښو ته اچول کيږي، په دې اړه مې له يوې ميرمنې څخه پوښتل هغې په ځواب کې وويل:

« نوم مې مهتاب احمدي دی، پايزېب به مخکې په ودونو کې ښځو استعمالولو، خو اوس په عامو ورځو کې استعماليږي. ځکه چې هم زينت دی او هم د خلکو پام ور اړوي. پخوا به د سپينو زرو جوړيدل او اوس خلک کوشش کوي چې له سرو زرو څخه يې جوړ کړي. پايزېب که يو لور ته د ښځو زينت دی، بلو لورته توجه هم جلبوي.»

او يوه ځوانه انجلۍ وايي چې ځانته يې له سرو څخه پايزېب جوړ کړی دی.

« زرلښته مې نوم دی، زه چې ماشومه وم نو د ښځو په پښو به مې چې پايزېب ليده نو ډير به مې خوښيده، اوس چې د اولس اتلس کلونو شوي يم، نو ځان ته مې له سرو زرو څخه جوړ کړی او ډير زيات مې خوښيږي.»

يايزيب چې له پخوا څخه د پښتني کلتور برخه ده اوس هم په کليو او بانډو کې د ودونو او اخترونو په مناسبتونو کې کارول کيږي، خو په ښارونو کې يې ميرمنې پرته له اخترونو او ودونو کاروي او اکثره ميرمنې يې په لرلو سره وياړي.
XS
SM
MD
LG