د لاسرسي ځای

درغلي او افغانستان


افغانستان: د کابل بانک پخوانی مشر شېرخان فرنود په کابل کې د عدالتي اورېدنې پر مهال. ۰۵مارچ ۲۰۱۳م کال

افغانستان: د کابل بانک پخوانی مشر شېرخان فرنود په کابل کې د عدالتي اورېدنې پر مهال. ۰۵مارچ ۲۰۱۳م کال


فارن پا لیسي مجله پر درغلي او افغانستان باندې د تامس. اي. ریک لیکنه تر دې سرلیک لاندې خپره کړې چې آیا موږ په رښتیا هم پوهېږو چې څه روان دي او ولې روان دي.


لیکوال تامس. اي. ریک د خپلې لیکنې په پیل کې د اقتصادی چارو د یوه کار پوه ډګلس الېن د کتاب”اداري انقلاب“ حواله ورکوي. چې وايي، په دې کتاب کې الېن د صنعتي انقلاب جرړو ته کتنه کړې. په کتاب کې راغلي چې یوه ټولنه څومره زیاته له طبعي وهمونو لکه وچکالي، سیلاو، او هوا سر تړلې پاته شوې وې، نو داسې ښکاري چې په هغومره پېمانه یې عصري یا جدید وګړي په درغلیو او فساد ککړ وي.

د کتاب په وروستۍ برخه کې راغلې چې یوه ټولنه چې په کې خلکو زړې، او نااهله ادارې جوړې کړې او د ښه کېدو په چل یې نه پوهېږي نو بیا په کار ده چې د دغه اوسنیو مالومو ستونزو حل یې هم په ځايي کچه راواېستل شي.”

درغلي، فساد یا کرپشن په نړۍ کې تر ۱۸۶۰مو کلونو مخکې هم وه او نن هم د نړۍ لویه برخه ورسره مخامخ ده.

په فارن پا لیسي مجله کې لیکوال تامس. اي. ریک د کتاب لیکوال په حواله لیکي چې واقعتا نوموړی یو دلیل راوړي چې د برتانیا لوی سلطنت د بډو، رشوتونو یو پراخ پېچلۍ جال درلود چې اقتصاد پوهانو ورته یرغماله پانګه ویله.

لېکوال الېن په خپل کتاب کې کاږي ادارې د دې لپاره غوره شوې او جوړې شوې وې چې د ښکېلو غاړو سرمایه لا په کې وده وکړي، او دغه ډول په خپل کاروبار کې د لګښتونو حساب کتاب په پام کې وساتي.

د فارن پالیسي په لیکنه کې په ۱۹مه پیړی کې په برتانییا کې د عامه پولیسو مسلې ته اعشاره شوې چې د غلو مخه ونیول شي.

لیکوال مثال را وړي چې په وړو ښارونو کې اکثره خلک غله پیژني او دا مسله په پټه او ګوښې هواره وي. خو په لویو ښارونو کې د مجرمینو پېژندنه ګرانه ده او نه پوهېږي چې څوک غل دی .

تامس. اي. ریک د کتاب یوه په زړه پورې برخه راخلي چې وايي، په برتانیا کې جاګیرداره اشرافییه طبقې باچا ته ځان نژدې کړی وو، نو تل به یې دا هڅه وه چې وفادار، قابل، او اېمانداره خلک په باچهي کې پر کارونو وګماري. ځکه چې د اشرافییه طبقې شتمني او دولت یوازې ځمکه وه چې قبضه کېدای شوای.

خو هغه اشرافییه چې خپله شتمني په صنعت کې لګولې وه، له باچا سره ډېر سروکار نه لاره او نه هم پر دوی باور کېدلی. همدا وجه وه چې له سرکاره بېل د شتمنۍ یا دولت یوه لویه سرچینه رامنځ ته شوله چې وروسته یې صنعتي انقلاب ته لاره هواره کړله.
XS
SM
MD
LG