د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: موټر بم چاودنې 5 تنه پولیس ووژل




بېګا شپه خوا شا نهه بجې د پکتیکا ولایت ګیانې ولسوالۍ پر ودانۍ د وسلوالو مخالفینو یوه موټر بم چاودنه او وسلوال برید شوی دی چې په کې پنځه تنه افغان سرحدي سرتېري ووژل شول.

دپکتیکا امنیه قوماندان جنرال دولت خان ځدراڼ مشال راډیو ته وویل ،چې دلومړنیو مالوماتو له مخې 5 تنه ملي او سرحدي پولیس وژل شوي دي .

جنرال دولت خان زیاتوي ،چې په برید کې د ولسوالۍ وداني لوېدلې او ښايي ځینې نور افغان امنیتي کسان هم تر خاورو لاندې وي ،خو دوی د پلټنې عملیات پیل کړي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG