د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: څه تېروتنې شوې؟


کابل د لمر لوېدو پر مهال
کابل د لمر لوېدو پر مهال

مشال راډيو

فارن پاليسي مجلې ليکلي، افغانستان کې چې د دولس کاله جګړې وروسته کوم څه سم نه دي شوي هغه دا دي چې نه خو د افغانستان پولې خوندي دي او نه هم پکې د باور وړ حکومت شته بلکې حکومت يې په پراخو درغليوو ککړ دی.

په مقاله کې د يو څيړونکي سيت جونز له خولې ويل شوي چې د دغه جګړې پر مهال يوه غلطي او کمزوري دا شوي چې پاکستان کې د ترهګرو د پټنځايونو د له منځه وړلو لپاره ډير څه نه دي شوي.

هغه ويلي چې د پاکستان د جاسوسي ادارې، آی، ايس،آی غړي د افغان طالبانو سره نيغه په نيغه مرسته کوي او د امريکا خلاف يې جګړه روانه کړي. پاکستان غواړي افغانستان کې د خپلې خوښې دوست حکومت ولري چې د امريکايانو له وتلو وروسته پر دې بريالی کيدای هم شي.

مقاله کې راغلي چې امريکا يوه داسې سټرېټيجي جوړه نه کړه چې د افغانستان ګاونډي او د سيمې هيوادونه په اعتماد کې واخلي. بله غلطي دا وشوه چې تر ۲۰۰۱ کال وروسته هغومره طالبان د حکومت ملګری نه کړای شول څومره چې پکار وو.

مجلې د افغانستان د استخباراتو د ادارې د پخواني مشر او سياست وال امرالله صالح ليکلي چې که څه هم د افغانستان امنيتي ځواکونه د شمير له مخې ښه شوي خو د ګانډيانو په وړاندې د جګړې او ټينګ پاتې کيدو توان نه لري.

فارن پاليسي مجلې ليکلي د دې او ځينو نور بديوو علاوه افغانستان کې ځينې ښه کارونه هم شوي. د بېلګې په توګه د طالبانو حکومت له منځه ويوړل شو او د القاعده ترهګره ډله تر بل هر وخته ډيره کمزوري شوي. ليکوال وايي د طالبانو د وخت ربړو او مشکلاتو ته په کتو سره دا خبره ناسمه ده چې هغوی به بيا په حکومت کې کوم مهم رول تر لاسه کړي.

مقاله کې راغلي په ۲۰۱۲ کال کې شوي د ایشيا فاونډيشن باوري ادارې يوه سروی ښئ چې ۵۲ فیصده افغانانو ويلي هيواد يې پر سمه او مثبته خوا روان دی.

د طالبانو پرمهال د افغانستان ښارونه د پيريانو په کنډوالو اوښتي ول. اوس په کې ښه ډيره ګڼه ګوڼه او کاروبار وي. پخوا د ټيليفون سيسټم نه وو خو اوس نيزدې هر افغان سره موبايل فون شته او دا ټکنالوژي ډيره زياته پراخه شوي. پخوا بينکونه نه وو خو اوس افغانستان کې د خلکو د سهولت لپاره ډير بينکونه شتون لري. د طالبانو په وخت کې يوازې يوه ريډيو وه چې دوی ورته شريعت غږ ریډيو ويله خو اوس لسګونه ټيليويژني چينلونه جوړ شوي، ريډيو سټيشنونو موجود دي او ګڼې چاپي او آن لاین رسنۍ خپرونې لري.

فارن پالیسي مجله ليکي د طالبانو پر مهال به طالب چارواکي کې کابل کې د بخاريوو ګير چاپيره ناست وو او د اسامه بن لادن ستاينې به يې کولي خو اوس افغان چارواکي ښه ښه دفترونه لري. د افغانستان کلنی اقتصادي پرمختګ هم ښه شوی. د دې ترڅنګ د بيارغونې ډير کار شوی. نوي سړکونه، تعليمي ادارې، ښوونځي، پوهنتونونه او روغتونونه جوړ شوي دي. په ميلونونو جينکۍ او هلکانو ښوونځيوو ته ځي. افغانستان ملي امنيتي ځواکونه لري.

په مقاله کې راغلي چې افغانستان په ملګرو ملتونو کې د يو خپلواکه هيواد په توګه غړيتوب لري او نيزدې د نړۍ د هر هيواد سره سفارتي اړيکې ساتي. فارن پاليسي مجله ليکي چې افغانستان پر همدې ځای نه دی ولاړ او نه يې هم د راتلونکې لپاره اميد ختم شوی بلکې د روښانه راتلونکې لپاره د پرمختګ پر لار ګړندي ګامونه اخلي.
XS
SM
MD
LG