د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګله دېش کې هړتال ژوند په ټپه ولاړ


Bangladesh -- Bangladeshi police stand guard in a street during a clash with Jamaat-e-Islami activists in Thakurgaon, north-west from Dhaka, 28Feb2013
Bangladesh -- Bangladeshi police stand guard in a street during a clash with Jamaat-e-Islami activists in Thakurgaon, north-west from Dhaka, 28Feb2013


د فرانس پرېس اژانس په راپور کې راغلي، په ټول بنګله دېش کې پوليسو دغلته د عام هړتال په دويمه، يانې د ګل په ورځ هم سکولونه او کاروباري مرکزونه تړلي وساتل.


د دغه هړتال په هکله ويل شوي، چې د بنګله ديش له ازادۍ را په دېخوا تر ټولو خونړی واقعه شوی دی. د بنګله دېش اسلامپالو له تېرې بنجشنبې ورځې راهيسې د دې هېواد د عدالت د هغې پرېکړې پر ضد په احتجاجي مظاهرو لاس پورې کړی دی چې له مخې يې د دوئ يو مشر ته د ۱۹۷۱ م کال د ازادۍ د شخړو پر مهال د جنګي جرمونو لپاره د مرګ سزا اورول شوې ده.

د بنګله دېش د تاوتريخوالي په اوسنيو پېښو کې تر اوسه پورې د ۶۱ وګړو د وژل کېدو تصديق شوی دی.

دلاور حسین سعیدي چې جماعت اسلامي جګپوړی مشر دی، په ډاکا کې نړیوال جنايي عدالت ته د پولیس په بدرګه کې وړاندې کېږي
دلاور حسین سعیدي چې جماعت اسلامي جګپوړی مشر دی، په ډاکا کې نړیوال جنايي عدالت ته د پولیس په بدرګه کې وړاندې کېږي
د دلاور حسين سعيدي په نوم د بنګله ديش د جماعت اسلامي مرستيال صدر، دريم اسلامپاله تن دی چې د ځايي عدالت لخوا سزا شوی دی.

د عدالت د پرېکړې پر ضد جماعت اسلامي په ټول بنګله ديش کې د دوو ورځو هړتال اعلان کړ، چې د فرانس پريس په ليکنه، د دغه هېواد ټولنيز ژوند او اقتصاد ته يې سخته ضربه ورسوله.

د ګل په ورځ د سکولو نو او دوکانونو د تړل کېدو سربېره، د سرښار ډاکا او د بنګله دېش د دويم غټ ښار چټاګانګ تر مينځ غځېدلی لوی سړک هم ويران پروت و.

د بنګله دېش حکومت په ټول هېواد کې زيات شمېر امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. يوازې په ډاکا ښار کې د ګل په ورځ شاه وخوا ۱۰۰۰۰ پوليس په کار وګومارل شول.

د ښار د پوليسو يو مشر آزاد ميا فرانس پرېس اژانس ته ويلي چې له تېر زيارت ورځې راهيسې ۳۰۰۰ سيلانيان له سيمې څخه په وتلو کې بريالي شوي دي او دا چې ۷۰۰ کسان لا هم دغلته ګېر پاته دي.

هم د بنګله دېش د پوليسو له وينا سره سم، د دغه هېواد حکومت د امنيتي پېښو د له مينځه وړلو لپاره په څلورو ښارونو کې پر احتجاجي لاريونونو او غونډو بنديز لګولی دی.
اژانس ليکي، د بنګله ديش د عدالت لخوا د جماعت اسلامي او د هېواد د تر ټولو ستر اپوزيشن ګوند، بنګله دېش نيشنل پارټي پر ضد د جنګي جرمونو د دوسيو راسپړلو اقدام زاړه زخمونه بيرته تازه کړي او ولس يې په ډلو ويشلی دی.

د بنګله دېش حکومت، چې وايي د ۱۹۷۱ م کال د ازادۍ په جنګ کې ۳ ميلينه خلک ووژل شول، د جماعت اسلامي مشران د هغه وخت د پاکستان پلوه ملېشه ځواکونو د مرستو لپاره تورنوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG