د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې پینځه تنه طالبان وژل شوي دي


افغان او د بهرنیو ځواکونو چارواکي وايي، د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د الوتکو په بمبارۍ کې پینځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دکونړ والي فضل الله وحیدي مشال راډیو ته وویل، د شنبې پر سهار د نړیوالو ځواکونو الوتکو دغازي اباد ولسوالۍ په درین دره کې بمباري کړې ده:

((په غازی اباد ولسوالۍ کې هوایی ضربه اجرا شوې. په هغې کې درې قومندانان له منځه تللي اودوه یې نورغړي له منځه تللي. تراوسه دا مالومات ول. هییت مو لېږدولی او تراوسه دقیق مالومات نه دي راکړل شوي.))

وحیدي د وژل شویو قوماندانانو پېژندګلوۍ په اړه مالومات نه دي ورکړي.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي، یو قوماندان نعمت الله وو چې د حیدري په نوم مشهور وو. بل هغه اختر محمد نومېږي. دواړه د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي ول.

دکونړ والي وايي، د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې له وسله والو د سیمې پاکولو له پاره ګډو ځواکونو چاڼیز عملیات پیل کړي چي اوس هم دوام لري.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له قومندانۍ بګرامه مشال راډیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي، د دوی د بمبارۍ په نتیجه کې څلور وسله وال وژل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG