د لاسرسي ځای

په بلوچستان کې د خبریال په ګډون پینځه کسان وژل شوي


په بلوچستان کې په بېلا بېلو پېښو کې د یوه خبریال په ګډون پینځه کسان وژل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، نا مالومه وسله والو په تربت کې څلور کسان وژلي دي. د امنیتي چارواکو په خبره، د خالي یا شنبې پېښه د تربت په تومپ سیمه کې شوې ده. دوی وايي، څلور واړه کسان په ډزو تر وژنې وروسته سوځل شوي دي. د منیر په نوم یوه چارواکي مشال راډیو، لا هم نه ده مالومه چې د دې کسانو مړي په څه سوځل شوي دي. دی وايي، همدا وجه ده چې د مړیو پېژندګلوي هم نه کېږي.

د دې پېښې پړه لا چا نه ده منلې.

بل پلو د جمعې پر ورځ (پرون) وسله والو د بلوچستان په قلات کې یو خبریال وژلی دی. د سیمې پولیسو د جمعې په ماښام مشال راډیو ته وویل: ((نامالومه وسله والو د قلات د خبریالانو مرکز مشر محمود اپریدی د ښار د بسونو په اډه کې په نښه کړ.))

د محمود اپریدي د وژنې پړه هم لا چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG