د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د خبریال په ګډون، پینځه وژل شوي


په بلوچستان کې له کالونو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده.
په بلوچستان کې له کالونو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده.

کوټه - په بلوچستان کې په بېلا بېلو پېښو کې د یوه خبریال په ګډون پینځه کسان وژل شوي دي. چارواکي وايي، نا مالومه وسله والو په تربت کې څلور کسان وژلي دي.


د امنیتي چارواکو په خبره، د خالي یا شنبې پېښه د تربت په تومپ سیمه کې شوې ده.

دوی وايي، څلور واړه کسان په ډزو تر وژنې وروسته سوځل شوي دي. د منیر په نوم یوه امنیتي چارواکي مشال راډیو ته وویل، لا هم نه ده مالومه چې د دې کسانو مړي په څه سوځل شوي دي. دی وايي، همدا وجه ده چې د مړیو پېژندګلوي هم نه کېږي.

د دې پېښې پړه لا چا نه ده منلې.

بل پلو د جمعې پر ورځ وسله والو د بلوچستان په قلات کې یو خبریال وژلی دی. د سیمې پولیسو د جمعې په ماښام مشال راډیو ته وویل: ((نامالومه وسله والو د قلات د خبریالانو مرکز مشر محمود اپریدی د ښار د بسونو په اډه کې په نښه کړ.))

د محمود اپریدي د وژنې پړه هم لا چا نه ده منلې.

د دې خبریال تر وژنې څو ورځې مخکې په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې هم وسله والو یو خبریال ملک ممتاز وواژه.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په خبره، پاکستان تر شام او سومالیا وروسته په نړۍ کې د خبریالانو له پاره ډېر خطرناک هیواد دی.
XS
SM
MD
LG