د لاسرسي ځای


ګل اياز، مشال راډيو

پراګ ـــ په پاکستان کې یوې غیرسرکاري ادارې”اسر“ په خپله یوه تازه سروې کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا په کلیوالو سیمو کې د ماشومانو د تعلیم شرح ډېره ټیټه ده. د دوی د سروی له مخې د صوبې په ۲۳ ضلعو کې تر ۵ کلونو پورې ۶۴ فيصده ماشومان سکولونو ته نه ځي.


په صوبه کې د تعلیمي کچې د ټیټوالي په باب په پيښور کې د تعليم چارو کارپوه ثنا اعجاز وايي، په کلیوالو سیمو کې له غریبۍ او ترهګرۍ سره سره ناسمې منصوبه بندۍ هم د ماشومانو تعلیم ته خنډونه جوړ کړي:


((د يو اندازي مطابق هر شپه په خيبر پښتونخوا او په فاټا کې يو سکول هرومرو الوځول کېږي. په هغه کې په سلو کې ۸۵ سکولونه د نجونو دي. نو په داسې حالاتو کې به څنګه يو مور پلار خپل ماشوم سکول ته وليږي. بله خبره غريیي هم ده. داسې کورونه هم شته چې دوه وخته ډوډۍ یا مړۍ نه شي پيدا کولی نو بيا به څنګه خپل ماشوم ته تعليم ورکړي.))


خو د خيبر پښتنونخوا د تعليم وزير سردار حسين بابک وايي چې د دوی حکومت د ستونزو سره سره په صوبه کې د تعليم معيار دومره ښه کړی چې د ده په خبره په تيرو ۶۰ کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي:


((موږ له دې خبرې انکار نه کوو خو ابادي چې څومره چټکۍ سره زیاتېږي، هغه دی فکر وړ دي. د دي خبري نه تاسو انکار کوالي شي او نه ځه. خو بيا تاسې له دې خبرې هم انکار نه شی کولی چې موږ موجوده حکومت د تعليم بجټ دوه چنده کړی دی. موږ په سوونو نوي سکولونه جوړ کړي دي. مفت کتابونه ورکوو، روښانه پښتونخوا پروګرام مو شورو کړو. د تيرو وختونو په مقابله کې موږ د تعليم شرح زياته کړي او موږ د تعليم لپاره ماحول جوړ کړی دی.))


د دوی په خبره په صوبه کې تعليمي اداري تباه کيږي، استاذانو ته دړکې ملاويږي خو حکومت خپله حوصله نه ده بایللې او خلکو کې د تعلیم حاصلولو احساس راپورته شوی دی.

د تعليمي چارو کارپوه ثنا اعجاز بیا پر مېډیا هم نیوکې کوي چې د سکولونو ورانولو راپور ورکوي خو د بیا ودانۍ راپوورنه نه ورکوي چې دا هم د دې په نظر د تعلیمي ودې د شرحې کمېدو سبب ګرځي.

((ما چې څومره سکولونه وليدل چې تباه شوي دي، د هغو د بيا ودانۍ کار په نظر نه راځي او که شته نو بيا د رسنيو د کردار خبره ده. زما په اند رسنۍ مثبت رول نه لوبوي. موږ ته د بمي چاودنو، د سکول د ورانيدو خبر د رسنيو له لاري راځي خو داسې يو رپورټ يې چري هم نه دی ورکړی چې په یو کلي کې خلکو پخپله هغه تباه شوی سکول بيا جوړ کړي وي.))


ثنا اعجاز دا هم وايي، چې کله حکومت په کلیو کې سکولونه جوړوي نو په کار ده چې ځايي خلکو وغږوي، چې دا به د تعلیم ودې او پرمختګ کې لویه مرشته وکړي:


‌((په دې کې له حکومت سره سره د ځايي خلکو خبره هم ده. د مثال په توګه ما په باجوړ کې وکتل چې په اوډيګرام سيمه کې د نجونو سکول نه وو، نو چې کله د نجونو سکول جوړ شو نو هغه يې په شينګرګل کلي کې جوړ کړو. نو د اوډيګرام خلک خپله ماشومه شينګرګل کلي سکول ته چې دومره په زياته فاصله دی، څنګه واستوي او له هغې نه ښه خبره دا ده چې په کور يې کښنوي. کله هم چې منصوبه بندي کيږي نو پکار ده چې د ځايي خلکو رایه په کې شامله کړل شي، او دا مالومه کړل شي چې ايا دغه کليوال خلک خپل ماشومان بل کلي ته ليږلی شي او که نه؟))


د تعلیم کارپوهان وايي، په خیبر پښتونخوا او د پښتنو په نورو سیمو کې د تعلیم په میدان کې د کمزوریو لرې کولو له پاره د ولس کردار تر ټولو ډیر مهم دی.
XS
SM
MD
LG