د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه:د وکیل واسع ترین د تښتولو ضد لاریون



خدای نور ناصر مشال راډيو

د پراسیکیوټر جنرل بلوچستان یا د بلوچستان دسرکاري وکیلانو د مشر واسع ترین د تښتوونې پر ضد د بلوچستان بار ایسوسي ایشن له لوري د صوبې په ټولو لویو او وړو عدالتونو کې کاربندیز روان دی.

د بلوچستان بار ایسوسي ایشن له خوا د وکیلانو د ټولو اتحادیو غونډه شوې، چې په کې له حکومته غوښتنه شوې، د واسع ترین په اړه دې ژر تر ژره پلټنې پېل شي. د دې غونډي په اړه يوه مشر وکیل ابوالخیر اڅکزي مشال راډيو ته وویل:

؛ نن غرمه زموږ يوه غوڼده وشوه، چې په کې د وکیلانو د ټولو اتحاديو مشرانو ګډون وکړ. په کې ټولو وکیلانو د واسع ترین تښتوول په سختو ټکيو وغندل. او هم يې له حکومتي ادارو غوښتنه وکړه، چې د پراسیکیوټر جنرل د تښتولو د پېښي پلټنې دې وشي. چې هغه ولې او چا تښتوولی دی؛.


د ابوالخير په خبره د واسع ترین د تښتوونې پر ضد د بلوچستان های کورټ چیف جسټس قاضي فايز عیسی ازخود نوټس اخسیتی. او له متعلقه چارواکو يې د نوموړي په اړه پوره پوره تفصیل طلب کړی. ابوالخیر اڅکزي زیاته کړه.

؛ تر دې پېښې وروسته زموږ د بلوچستان چیف جسټس قاضي فايز عیسی ددې پېښي ازخود نوټس واخیست. او هم يې له د صوبې او مرکز د کورنیو چارو له وزارتونو څخه په دې اړه معلومات غوښتي دي. تردوو ورځو رخصتۍ وروسته به بیا هم د دوشنبې په ورځ زموږ بله غونډه کېږي، چې په کې به د راتلونکې په اړه پرېکړي وکړو؛.


د بلوچستان بار ایسوسي ایشن د نوموړي وکیل په وینا تر دوو ورځو رخصتي وروسته به د دوشنبې په ورځ د وکیلانو بله غونډه کېږي، چې په هغه کې به د راتلونکې لپاره پرېکړي وکړي. د ویلو وړ ده چې د پراسیکیوټر جنرل بلوچستان د جمعرات په ورځ له کوټې څخه اسلام اباد ته پر لاره وو، چې له ږوب سیمې څخه نامعلومه کسانو وتښتولو. د نوموړي د تښتوولو مسوولیت لا هم کومې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG