د لاسرسي ځای



په افغانستان کې روانه انتهاپسندي له ملایانو سره په مرسته کمېدای شي. دا خبره په ټایمز ان لاین مجله کې یوه لیکونکې مجیب مشال په خپله یوه لیکنه کې کړېده. دی وايي، که په افغانستان کې دولت منځلارو ملایانو ته سرکاري تنخواګانې ورکړي نو په دې سره به خپله ملایان هم په ټولنه کې د نورو سرکاري نوکرانو غوندې له بسپنې خلاص شي او د خپل دولت ملاتړي به شي.

پر ملا محمد عاطف دوه کاله مخکې هغه وخت برید وشو چې له جوماته کور ته روان و ، دوو کسانو ۶۳ کلن ملا عاطف د ژمي په یوه یخ ماښام داسې کلک وواهه چې تر ۱۵ ورځو یې شا درد کاوه.

ملا عاطف د افغانستان په شمال ختیځ کې د کوهستان ولسوالۍ په یوه جومات کې تل خلکو ته تبلیغ کوي، چې پلونه او سړکونه مه ورانوۍ ، کیمیا ولولۍ، بیالوژې مطالعه کړۍ او انګلیسي زده کړۍ.

دی وايي چې په وطن کې مو ډېر ماینونه ښخ دی، خو په موږ کې دا استعداد نشته چې یوه پلاسټیکي لوټه جوړه کړو.

او کېدای شي، پر ده برید هم د تبلیغ کولو له وجې شوی وي.

ملا عاطف په ۱۹۶۰ مو کالونو کې د تعلیم سند اخیستی دی او د خپلې ولسوالۍ په ښوونځي کې نژدې ۴۰ کاله د ساینس او ادبیاتو استاد پاته شوی دی.

ملا عاطف په فخر سره وایي، چې ده په دغو کالونو کې کله هم(قلم او چاک) له لاسه نه دی غورځولی .


ملا عاطف له نژدې ۲۰ کالونو راهیسې دیني تبلیغ هم کوي.

داسې باور کیږي په افغانستان کې ۱۲۰۰۰۰جوماتونه دي او په هغوی کې ۳۲۰۰ یې له حکومت سره راجسټر دي چې دا شمېره تر درو فیصدو هم کمه جوړېږي.

د جوماتونو هغه امامانو ته چې له دولت سره راجسټر دي د میاشتې ۷۰ډالر معاش ورکول کېږي چې د ځینو څیړونکو په وینا دا ډیرې لږ پیسې دي. او زیاتوي په کار ده چې د دوی معاشونه لوړ شي او ګڼ شمېر ملایانو ته دولتي معاشونه ورکړل شي چې په دغه مذهبي هېواد کې د روان افراطیت په کمولو کې مرسته وکړي.

عاطف یو له هغه منځلارو افغانانو څخه دی چې امریکا هڅه کوي دغه ډول نظریه پراخه شي، خو ډیر څېړونکي په دی باور دي چې نړیوالو دغه هدف ته په رسېدو کې ځنډ کړی ځکه چې امریکا او متحدان یې له افغانستانه د وتو په حال کې دي.

او ټاکل شوې ده چې امریکایي ځواکونه د ۲۰۱۴ کل تر پایه له افغانستانه ستانه شي.
XS
SM
MD
LG