د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست هوايي ډګر دې ژر تر ژره جوړ شي


د خوست والي عبدالجبار نعیمي د ۲۰۱۱م کال پر ۲۳ سپتمبر د خوست هوايي ډګر د بیا رغولو د کار پرانستنه کړې وه.
د خوست والي عبدالجبار نعیمي د ۲۰۱۱م کال پر ۲۳ سپتمبر د خوست هوايي ډګر د بیا رغولو د کار پرانستنه کړې وه.



نجیب الله الوخیل -خوست

د خوست ځايي چارواکي وايي، له تیرو دوو کلونو راهیسې د خوست نوي هوايي ډګر جوړيدو ته د ملي شورا له خوا بودجه منظوريږي، خو د نا معلومو دلايلو
له امله يې تر اوسه پروژې په قرارداد نه دي ورکړل شوي .

د پارلمان يو شمیر وکيلان هم وايي، چې د خوست هوايي ډګر د کار په ځنډیدو کې د افغان حکومت ځیني چارواکي لاس لري او غواړي دا قراردادونه د دوی شخصي شرکتونه ترلاسه کړي .

دوه کاله وړاندې د خوست سویل لويديز ته د اسماعيل خیلواو تڼیو ولسوالیو سلګونه جريب ځمکه د هوايي ډګر دجوړیدو لپاره دزورواکو او قومي خلکو له غصب خلاصه شوه او دخوست خلکو د مکررو غوښتنو وروسته د نوي هوايي ډګر دجوړیدو چارې پکې پيل شوې.

دخوست ولایت یو شمیر ملکي او پوځي چارواکیو او دولسي جرګې غړیو کتنه کوله،خوست والي عبدالجبار نعيمي وویل، د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د دې هوايي ډګرڅخه محوطه راتاو شوې، خو د تیرو دوو کلونو دپروژو لپاره منظوره شوې بودجه په
قرارداد نه ده ورکړل شوې.

نوموړى غوښتنه کوي، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت دې نور يوه او پلمه پريږدي او د خوست هوايي ډګر لپاره دې، په نوي منظوره شوي نهه ميليونه ډالر بودجه ژر کار پيل کړي.

په ولسي جرګه د خوست خلکو استازي میربات خان منګل وویل ، چې په خوست کې د دې بنسټيزې پروژې پر وړاندې ځينې کړۍ،چې غواړي پکې خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي په لوی لاس خنډونه جوړي او آن د ولسمشر لومړی مرستيال مارشال فهيم هم پدې ستونزو کې لاس لري.

په ورته وخت کې د خوست د ولايتي شورا استازی مرادخان منګل ګواښ کوي، که تر نوي لمریز کاله د خوست د هوايي ډګر د نويو پروژو چارې پيل نه شي، نو دوى به احتجاجونه پېل کړي او خپل غږ به تر ولسمشره ورسوي.

قومي مشر حاجي منډایر هم وايي، چې د هغه چا پر وړاندې به چوپ خوله نه پاتې کیږي ،چې د هوايي ډګر کار ځنډوي.

دخوست چارواکي او اوسیدونکې داسې مهال د هوايي ډګر په کار کې د ځنډ له امله غږ پورته کوي، چې دا مهال دیاد ولایت په لسګونو زره مسافر په عربي هیوادونو کې کار او مزدوري کوي.

یاده دې وي ، چې خوست پخوا دوه هوايي ډګرونه درلودل ،چې په اونۍ کې به یې دوه ځلې پروازونه درلودل، خو له وروستیو لسو کلونو له دې کبله د ملکي پروازونو پروړاندې بند دي، چې په دې دواړو هوايي ډګرونو کې دنړيوالو ځواکونو پوځي اډې جوړې شوي دي
XS
SM
MD
LG