د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام آباد ټول ګوندیز کانفرنس اعلامییه




د نن ۲۸م فبرورۍ د ۲۰۱۳م کال ټول ګوندیز کانفرنس په پاکستان او پتېره فاټا او خیبر پښتونخوا کې د امن په رامنځ ته کولو کې د سترې جرګې د هڅو بشپړ ملاتړ کوي. اوپه دې ترڅ کې د دغه لاندینو ګامونو وړاندیز کوي.

۱- له وړاندې تشکیل شوې ستره جرګه دې نوره پراخه کړل شي او د ټولو مکاتب فکر لرونکو ګوندونو ته دې استازیتوب ورکړل شي.

۲- د شهیدانو کورنیو او ټپیانو د خیر ښېګړې لپاره دې یوه ټرسټ جوړ کړل شي.

۳- د نن په اې پی سي کې شامل ټول سیاسي او مذهبي ګوندونو د رهبرانو په مشري دې د سترې جرګې له استازیو سره خبرې اترې وشي.

۴- په پاکستان کې دننه د بدامنۍ د له مینځه وړلو لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي او موږ د خبرواترو د هر هغه عمل ملاتړ کوو، چې په پایله کې په ملک کې د آیین او قانون عملداري جوړه شي.

۵- د نن په دې غونډه کې ټول سیاسي او مذهبي ګوندونه او د فاټا قبایلي مشران دا اعلان کوي چې موجوده حکومت، عبوري حکومت او له ټاکنو وروسته رامنځ ته کېدونکی حکومت او اپوزیشن به په ترسره شویو وړاندیزونو د عملداري کولو پابند وي.
XS
SM
MD
LG